د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م م امنیت شورا د مالېزیايي الوتکې نسکورول وغندل


د مالېزیايۍ الوتکې د الوت رېکارډ بکسونه
د مالېزیايۍ الوتکې د الوت رېکارډ بکسونه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ګل (دوشنبه) پر ورځ په متفقه توګه د منظور کړي يوه قرارداد په ترڅ کې په ختيز اوکراين کې د يوې ماليزيايي (ملاېشیايي) مسافر وړونکې الوتکې د نسکورولو پېښه په کلکه وغندله.

په دغه پېښه کې ۲۹۸ خلک، چې په الوتکه کې سپاره ول، وژل شوي دي.

په قرارداد کې په اوکراين کې له وسله والو ډلو غوښتل شوي چې د دې هېواد هغه سيمې ته، چې دغه الوتکه پکې راغورځول شوې، د پلټونکو د تګ لپاره خوندي لار ورکړي.

د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې دغه قرارداد تر هغې لږ ساعت مخکې راوړل شو چې ماليزياييي چارواکو په ختيخ اوکراين کې له بيلتون غوښتونکيو کسانو سره وليدل.

دې بیلتون پالو ماليزيايي چارواکو ته د نسکورې کړل شوې الوتکې له ملبې څخه د دوی لاسو ته ورغلي دوه تور بکسونه يا بليک باکسز، چې د الوت پر مهال د يوې الوتکې دننه شوې ټولې خبرې او کارونه پکې ثبتيږي، هم ورکړل.

د ملګرو ملتو د امنيت شورا غونډې ته په خپله وينا کې د اسټريليا خارجه وزيرې جولي بشپ وويل، موږ د دغه پېښې د قربانيانو او د هغو د کورنيو پر وړاندې مسوليت لرو چې مالوم کړو چې د ماليزيا پر الوتکه څه شوي او زمه وار يې څوک دي.

د امنيت شورا په غونډه کې برخه اخيستونکي د اروپايي هېواد هالينډ خارجه وزير فرينز ټېمرمينز بيا د پېښې د قربانيانو جسدونه د دوی هېوادونو ته د ژر تر ژره انتقالولو پر خبره ټيګار وکړ.

په دغې نسکوره کړل شوې ماليزيايي الوتکه کې د هالينډ ۱۹۳ او د اسټريليا ۳۷ اتباع سپاره ول، چې ټول ووژل شول.

امريکا او ملګرو هېوادونو يې د دغې پېښې لپاره په خیتځ اوکراين کې روسي پلوه بيلتون غوښتونکي ملامته ګرځولي دي.

د امنيت شورا غونډې ته په ملګرو ملتو کې د روسيې سفير وټالي چرکېن بيا وويل، ((موږ مطمين يو چې د پېښې د پلټنې په بهير کې به د هوايي چلند نړيوال سازمان پوره ونډه واخلي.)) نوموړي په دغه پروسه کې د هالينډ حکومت د مخکښ رول د اعلان هرکلی هم وکړ.

په ملګرو ملتو کې د اوکراين استازي يوري سرګيوف د امنيت شورا غونډې ته په وينا کې د ياد قرارداد د تصويبېدو هرکلی وکړ او له دغه نړيوال سازمانه یې وغوښتل چې په اوکراين کې فعاله ياغي ډلې د ترهګر تنظيومونو په توګه وپېژني.

XS
SM
MD
LG