د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالېزیايي الوتکې په پرځولو کې روسیه مستقیم لاس نه لري


د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګه لیکي، د امریکا استخباراتي ادارې چارواکي وايي، دوی داسې باور لري چې په ختیز اوکراین کې مالېزیايي (ملاېشیايي) الوتکه روسیې پلویو بېلتونپالو ویشتلې ده.

چارواکي وايي، دوی داسې ثبوت نه دی تر لاسه کړی چې ګواکې الوتکه روسیې پرځولې ده. دوی وايي، په پېښه کې د کرېلمېن د لاس لرلو په اړه څه نشي ویلای خو دا خبره امکان لري چې روسیې پلویو بېلتونپالو پر الوتکې برید کړی وو.

چارواکي دا هم وايي، چې روسیه په دې پېښه کې مستقیم یا نېغ په نېغه لاس نه لري خو دوی په ختیز اوکراین کې بېلتونپالي روزي او وسله ورکوي چې پکې د توغندیو نظام هم شامل دی.

امریکایي چارواکو په خپل رپوټ کې دا هم ویلي دي چې د روسیې سرکاري میډیا د دغه پیښې په اړه غلط خبرونه خپاره کړي دي، چې ګنې یوکراین د دغه مسافر وړونکي الوتکه په حمله کې لاس لري. چارواکي وایي په دغه ځای کې کیو داسې هیڅ میزایلي نظام نه لري، چې ګني دغه الوتکه به یي په نښه کړی وي.

د مشال د انګریزۍ څانګه لیکي بلخوا انټر پول په دغه پیښه کې د وژل شوو کسانو پیژندنه هم پیل کړي ده.

د وژل شوو کسانو مړي په یو یخ ټرین کې د یوکراین خرکیو سیمې ته وړل شوی دي، چیرته چې حکومت د دغه تباه شوي الوتکه د پلټنو لپاره یو مرکز هم جوړ کړی دی.

په دغه الوتکه کې سپاره ټول دوه سوه نهه اتیا کسان وژل شوي دي، په دغو کې زیاتره د هالینډ اوسیدونکي وو. نن په هالینډ کې په دغه پیښه سوګ هم اعلان شوی، او تمه ده نن ناوخته به د دغه کسانو مړي هم هالینډ ته ورسیږی.

بیلتون غوښتونکیو د دغې الوتکې د مالوماتو ثبتولو تور بکس یا بلیک باکس هم چارواکو ته ورکړی، چې اوس به یې نورې پلټنې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG