د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی د امنیتي ګواښونو په اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی وو، پاکستان


اسلام اباد - پاکستان وايي، محمود خان اڅکزی د امنیتي ګواښونو په اړه خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر اعزاز احمد چودري وویل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د وزیراعظم نواز شریف د ((ځانګړي استازي په توګه کابل ته تللی وو.))

چودري وویل، په سفر کې دی هم له اڅکزي سره ملګری وو.

د ده په خبره، دوی په کابل کې له افغان مشرتابه سره خبرې وکړې.

((د خبرو پسمنظر دا وو چې د پاکستان ضد عناصر یو ځای کېږي او تیاری کوي چې پر پاکستانیو امنیتي پوستو حملې وکړي. دا عناصر په عمومي ډول د تحریک طالبان پاکستان هغه ول.))

چودري وویل، په دې ترځ کې ((دا مهمه وه چې افغانستان دې ته وهڅول شي چې هغه ډول همکاري وکړي)) چې پاکستان یې کوي او د امنیت ټینګښت باوري کړل شي.

ده زیاته کړه: ((داسې رپورټونه هم ول چې کېدای شي په افغانستان کې داسې پېښه وشي چې ټوله سیمه به یې اغېزمنه کړې وای. دا زموږ لپاره مهمه وه چې افغانان له دې هر څه خبر او اګاه کړو چې پاکستان او افغانستان باید نېږدې رابطې ولري، باید دا بحران ختم کړي، او باید ګډ کار وکړي چې د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال بهیر بریالی کړي.))

چودري دا روښانه نه کړه چې په افغانستان کې د څه ډول پېښې کېدو امکانات ول.

په دې وروستیو کې ځینو رسنیو خبر ورکړی وو چې ګواکې د افغانستان له خوا پاکستان ته ځینې امنیتي ګواښونه ولاړ ول او همدا لامل وو چې محمود خان اڅکزی کابل ته تللی وو.

پر دې خبر اڅکزي تر اوسه غبرګون نه وو ښودلی او کابل ته یې د سفر په اړه مشال راډيو ته ویلي ول چې دی نه غواړي چې د دواړو خواو د مشرانو تر منځ د خبرو جزییات په ډاګه کړي ځکه چې دواړو خواو سره هوډ کړی وو چې دا خبرې به نه په ډاګه کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د اڅکزي تر سفر وروسته په خپله راډیويي وینا کې ویلي ول چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له کابله د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

کرزي ویلي ول چې که پاکستان د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد عملیات کوي نو کابل به یې ملګری وي خو که عملیات یوازې د ولسي وګړو د بې کوره کولو او ځپلو لپاره وي او ټولې وسله والې ډلې نه په نښه کېږي نو بیا ورسره مرسته نه شي کولای.

افغانستان د شمالي وزیرستان د عملیاتو پر مهال تور پورې کړ چې پاکستان ټول وسله وال نه په نښه کوي.

البته د پاکستان پوځ دعوه وکړه چې عملیات د ټولو ((ښو او بدو)) وسله والو پر ضد دي.

XS
SM
MD
LG