د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیو او خوستویو قومونو یو بل ته د یووالي لاس ورکړ


د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوستوالو او وزیرستانیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه ګډه ناسته کې تیارۍ څرګند کړ، چې د پولي په دواړه غاړو کې پراته قومونه او ولسونه به د سولې او امن په ټینګښت کې د یو بل سره همکاري او ګډې هلې ځلې کوي.

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوستوالو او وزیرستانیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه ګډه ناسته کې تیارۍ څرګند کړ، چې د پولي په دواړه غاړو کې پراته قومونه او ولسونه به د سولې او امن په ټینګښت کې د یو بل سره همکاري او ګډې هلې ځلې کوي.

ناسته کې چې د ډیورند د کرښې د دواړه غاړو د بیلابیلو قومونو او خیلونو ګڼو مشرانو برخه اخیستې وه، ویناوالو په خبرو کې دا ډول ګډې ناستې د یادو ولسونو په منځ کې د بې باوریو په ختمولو او د دوی په سیمو کې د ترهګرۍ په ګډون د نورو شته ستونزو په هواري کې ګټورې وبللې او تمه يې وښوده، چې د تېر تاریخ په شان به یو ځل بیا د دې قومونو تر منځ یووالۍ او وروري ټینګښت مومي، دوی یو بل ته په کلکه د یووالي او اتفاق لاس ورکړ.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ناستې په تړاو وویل:

((موږ ډېر خوشبینه یو، هر کله چې دا ډول ولسي غونډې د کرښې د دواړه غاړو د خلکو له خوا جوړیږي، هغه پخواني سوء تفاهمونه چې پخوا د اهریمنو د تبلیغاتو له کبله د یو بل پر وړاندې موجود ول، هغه به ورو، ورو ختمریږي، د واړو غاړو وروڼو قومونو تر منځ به صمیمت، ورورګلوي، د سولې او ثبات په برخه کې او د پرمختګ په برخه کې ډیریږي.))

د وزیرستاني قومونو یو تن مشر عمرخان وزیر وویل، پښتون ښه بهادر او غیرتي قوم دی، خو د دوی په منځ کې دکلک اتفاق د نه شتون له کبله د پردیو لاسته لویدلي دي، نو دا ناسته د پښتنو د اتفاق په موخه رابلل شوې وه:

((که اسلام دی په پښتنو کې دی، که غیرت دی په پښتنو کې دی او موږ پښتانه یولاس او یو موټي یو، د هغه با وجود موږ دومره کمزوري شوي یو، چې پردیو خلکو موږ د جنګ خواته داخل کړي یو، یو ته وايي، چې ته پلانی یې، بل ته وايي چې ته پلانی يې، درې وروڼه يې مخالف کړي یو، موږ درې وروڼه یو، یو ورور کډه مې ولاړه دیره اسماعیل خانه ته، د بل ورو رزمک ته ولاړه او زه افغانستان ته راغلم، خبره صرف د اتفاق موضوع ده.))

یو تن وزیرستاني ځوان هم مشال راډیو سره په خبرو کې دا ډول ناستې د اهمیت ډکې وبللې او ویې ویل، چې په دې سره د پولي د دواړه غاړو د ولسونو په منځ کې رامنځته شوې فاصلې له منځه ځي:

((زه خالد خان دا خبره کوم، نن چې کومه غونډه وشوه، دا یووالۍ راولي، دا نزدیکت راولي، محبت راولي په منځ کې فاصلې ختموي، موږ چې کله کوز په پاکستان کې وو، موږ دا خلک کافر ګڼل، موږ ته دا تبلیغات کېدل چې دا ټول خلک امریکا ته وراوښتي دي، خو کله چې ما دا علاقه وکته، نو ماته دا مالومه شوه، چې دا خلک زما نه ښه مسلمان دي او زما نه ښه پښتانه دي.))

خالد خان هغو پښتنو ته هم د سولې او د افغانستان په ابادۍ کې د ګډون پیغام ورکړ، چې دا مهال د افغان حکومت پر خلاف جنګیږي او د حالاتو نه په بې خبرۍ کې دي:

((کوم خلک چې په غرونو کې دي، جنګ کوي او دوی ته سهي مالومات نه رسیږي، هغو ته زه دا پیغام ورکوم چې د خپل مسلمان ورور خلاف جنګ مه کوه، د خپل مسلمان پښتانه ورور خلاف جنګ مه کوه، راشه امن ته غاړه کېږده، سولې ته غاړه کېږده او د افغانستان د ترقۍ په چارو کې ونډه واخله.))

یاده دې وي، د تېرې چارشنبې په ورځ د وزیرستانیو او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګه ګۍ هم جوړه شوه، چې تر دې وروسته به په خوست کې د اړتیا پر مهال ګډې ناستې، جرګې او سلا مشورې ولري او ستونزو ته به په ګډه حل لارې پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG