د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان عملیاتو سترګو لیدلی حال: پوځ د خلکو لسګونه کورونه ړنګ کړي


بنو -- د شمالي وزیرستان د بویه تحصیل یو اوسېدونکی شاکر الله وايي، د عملیاتو تر پیلېدو وروسته افغانستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیا کلي ته ستون شو او اوس په بنو کې دی.

دی وايي، په ډېرو سختو حالاتو کې له خپل کلي ووت او کډه یې وکړه.

له مشال راديو سره د خبرو پر وخت د شمالي وزیرستان د عملیاتو عیني شاهد شاکر الله وویل، دوی یوازې ضروري شیان واخیستل او نور یې کورونه ډک پرېښودل.

دی وايي، تر کډوالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې غوښتل چې په خپل کلي کې خپل او د خپلوانو کورونه وګوري.

زیات ظلم چې شوی دی [له څارویو] سره شوی دی. ځناور [او څاروي] مړه پراته [ول]، سخت بوی یې کاوه. اوبه ورته نه مېلاوېدې. ځینې د اوبو [نشتوالي] له وجې مړه ول او ځینې په توپونو ویشتل شوي ول.
د وزیرستان اوسېدونکی شاکر الله

شاکر الله وايي، تر څلور ورځې سفر وروسته بیرته دته خېلو ته ورسېد او بیا یې دوه ورځې په غرونو کې پلي مزل وکړ او خپل کلي ته ورسېد.

دی وايي، د شپې په ډېر تکلیف خپل کلي ته ولاړ ((په پرې سر – موږ خپل سر بایللی وو.)) د ده په خبره، کورونه یې چې ولیل زښت مایوسه شو.

((موږ ډېر غټ خاندان [لرو شاوخوا] ۴۰ کورونه یو.)) د ده په خبره، ټول کورونه په بمبارۍ کې ړنګ کړل شوي ول.

د شاکر الله خبرې دلته واورئ
مخکې هم موږ ځپلي وو، اوس هم او چې بېرته درومو بیا به هم ځپلي یو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دی وايي، ده ته ښکاري چې ټول کورونه د ټانکونو او توپونو په مرمیو ویشتل شوي او ړنګ کړل شوي دي.

هغه وزیرستاني کډوال چې افغانستان ته تللي دي هغوی ډېر خوښ دي. [له] ملي اردو، ملي پوځه ډېر خوښ دي. [زموږ] ډېر احترام یې کړی وو.
شاکر الله

((زیات ظلم چې شوی دی [له څارویو] سره شوی دی. ځناور [او څاروي] مړه پراته [ول]، سخت بوی یې کاوه. اوبه ورته نه مېلاوېدې. ځینې د اوبو [نشتوالي] له وجې مړه ول او ځینې په توپونو ویشتل شوي ول.))

شاکر الله وویل، دی نه پوهېږي چې په عملیاتو کې به وسله وال وژل شوي وي او یا به یې پټنځایونه او مرکزونه ړنګ شوي وي او که نه؟ خو د ده په اند، د کورونو ړنګېدو له کبله شاوخوا د هر کور له ۵۰ تر ۸۰ لکه پاکستانیو کلدارو یا روپیو پورې تاوان شوی دی.

ټینک چې راځي د عوامو کور ولي، جېټ [الوتکې] چې راځي د عوامو کور ولي. مخکې هم موږ ځپلي وو، اوس هم موږ ځپلي یو، چې بېرته درومو نو بیا به هم ځپلي یو.
شاکر الله

شاکر الله وايي، هغه وزیرستاني کډوال چې افغانستان ته تللي دي هغوی ((ډېر خوښ دي. [له] ملي اردو، ملي پوځه ډېر خوښ دي. [زموږ] ډېر احترام یې کړی وو.))

دی وايي، افغان چارواکي هره ورځ کډوالو ته خواړه او نور شیان ورکوي. (([ولسي] خلکو [کډوالو] ته صحبتونه جوړول، ډوډۍ یا مړۍ یې کولې د احترام لپاره.))

شاکر الله زیاته کړه چې د پاکستاني پوځ له خوا په پوځي عملیاتو کې تر ټولو زیات تاوان ولس ته رسېدلی دی. ((ټینک چې راځي د عوامو کور ولي، جېټ [الوتکې] چې راځي د عوامو کور ولي. مخکې هم موږ ځپلي وو، اوس هم موږ ځپلي یو، چې بېرته درومو نو بیا به هم ځپلي یو.))

XS
SM
MD
LG