د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ سندره : افغانان به یې ګټي


دمشال همکار اسحاق خان
دمشال همکار اسحاق خان

افغانستان په دې وروستیو کې د کرکټ په میدان کې خپل نوم تر ډیره بریده ښه ځلولی چې له کبله یې د افغان ولس مینه د خپلو اتلانو سره ډیره زیاته شوې ده. افغان لوبډله په دې توانیدلې ده چې په مړژواندو او ترینګلو حالاتو کې د خپل ملت پر مخ موسکا خوره کړي. دافغانستان د کرکټ د لوبغاړو بریاوو دافغانستان بیلا بیل قومونه په خپلو کې سره نږدې کړي دي.

دمشال همکار نجیب عامر
دمشال همکار نجیب عامر

د کرکټ د لوبغاړو دغو بریاوو د هنرمندانو او شاعرانو پام هم ځان ته اړولی دی. اوس د افغانستان د اتل ټیم یادونه په سندرو او شعرونو کې کیږي او دغه شعرونه لکه د حماسي شعرونو په څیر د خلکو ولولې راپاروي. دافغانستان اکثرو اوس مهالو سندرغاړو د کرکټ سندرې زمزمه کړي او د خلکو حوښی یې لاس ته راوړې ده. د مشال راډیو همکار اسحاق خان هم په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په ویاړ یوه سندره چمتو کړېده چې شاعري یې د مشال د بل همکار نجیب عامر ده. دکرکټ لپاره جوړه شوې داسندره لاندې اوریدلای شئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG