د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا قادري په مرکز کې علاج نه بلکې يوازې ځنځيرونه ول


د پاکستان له سر ښار اسلام آباده ۸۰ کلوميټره ليرې په هري پور سيمه کې پوليسو يو ملا نيولی چې په نشو روږد کسان يې په ځنځيرونو تړلي ول او د خپلو څلورو ساتندويانو په مرسته به يې وهل ټکول ورکول.

د پاکستان له سر ښار اسلام آباده ۸۰ کلوميټره ليرې په هري پور سيمه کې پوليسو يو ملا نيولی چې په نشو روږد کسان يې په ځنځيرونو تړلي ول او د خپلو څلورو ساتندويانو په مرسته به يې وهل ټکول ورکول. په ناپاکه چاپيريال او د کنکريټ په ديوالونو کې بند کړل شوي دغه کسان په ذهني او جسماني ناروغيو اخته شوي دي.

اې ايف پي خبري اژانس په خپل يو راپور کې ليکي چې مولانا الياس قادري په نشو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د هغوی له خپلوانو د سړي پر سر د مياشتي اته زره روپۍ اخيستې خو د کم خوراک او وهلو ټکولو له کبله ډېری کسان د روغ صحت تر لاسه کولو پر ځای په يو شمېر نورو ناروغيو اخته شول. اژانس د يو ۳۰ کلن ځوان نور رحمان حواله ورکړې چې وايي، تر ځناورو بتر چلن به ورسره کېدی او د زياتو وهلو ټکولو او غذايي کمبوت له کبله يې د يوې سترګې ديد له لاسه ورکړی.

پوليس چې کله د يو ناروغ د ورور پر شکايت په هري پور کې د مولانا قادري پر ځای چاپه ووهل نو ۱۱۵ ناروغان يې وليدل چې جوړه جوړه ټول په ځنځيرونو تړل شوي ول. نوموړي به دغه کسان شپه و ورځ د دې لپاره په ځنځيرونو تړل چې و نه تښتي. که چيرې دغو کسانو له خپلوانو سره د ليدو پر مهال د شکايت يو ټکی هم پر ژبه راوړی وای نو ملا قادري او د هغه څلورو ساتندويانو به په ډنډو وهل.

نور رحمان چې درې کاله په ځنځيرونو کې تړل شوی و زياتوي، دوی به دومره زيات وهل ټکول ورکول چې زياتره ناروغان په اعصابي ناروغيو اخته شول. نوموړی وايي، اته مياشتې وړاندې يې د سترګو ديد له لاسه ورکړی. دی زياتوي، چې دلته علاج نه و بلکې يوازې ځنځيرونه ول.

په دغو ناروغانو کې د سېف الله په نامه يو مزی افغان کډوال هم و چې ورته خبرې يې کولې. هغه زياته کړه چې ملا به يوازې هغه وخت دباندې پرېښودل چې کله به يې په دوی باندې ساختماني کارونه کول او هغه وخت به هم دوی جوړه جوړه په ځنځيرونو تړل شوي ول.

بل پلو مولانا قادري پوليسو ته ويلي چې ده به قرآني آيتونه ويل او بيا به يې پر اوبو چوکل. وروسته به يې هغه اوبه په دغو ناروغانو څښلې. د نوموړي په خبره په عامه توګه که څوک د درملنې پرته نشې پرېږدي نو خوا يې ګرځي او بدن يې ريږدي خو په دغو کسانو به هيڅ داسې نه کېدل. نوموړي به په زوره په دغو کسانو قران شريف لوستی.

مولانا قادري په ۲۰۰۶ م کال کې هم په خپل کلينيک کې د ناروغانو د بندي کولو په تور د پوليسو لخوا نيول شوي و خو بيا وروسته په ضمانت خوشي کړل شوی. تر هغه وروسته نوموړي بيا خپل کلينيک پرانستی.

شنونکې وايي چې په پاکستان کې د قانوني څارنې د نه شتون له کبله خلکو داسې ځايونه جوړ کړي دي او بلخوا خپلوان هم د کورنۍ له يو نشيي يا ناآرمه غړي څخه د ځان خلاصولو لپاره يې دا ډول مرکزونو ته بيايي.

د ملګرو ملتونو د يو تازه سروې سره سم په پاکستان کې دا وخت ۴۰ لکه کسان په چرسو او تر اته لکه ۶۰ زره زيات کسان په هيروينو اخته دي.

XS
SM
MD
LG