د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلکو بې کوره کېدو بشري ناورین رامنځ ته کړی

ډوچې ویلې ویب پاڼې په یو راپور کې لیکلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ له خوا په بمبارۍ کې د ولسي وګړو وژنې د بشري حقونو کارکوونکي خواشیني کړي دي او هغوي په دغه سیمه کې د بشري ناورین د رامخته کیدو ویره څرګنده کړې ده.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې يې ۵۰۰ مقامي او بهرنۍ وسله وال وژلي دي او په دې عملیاتو کې یو هم ولسي وګړی نه دی وژل شوی. خو د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي په یو راپور کې ادعا کړې ده چې د تېرې اوونۍ په هوايي بمبارۍ کې د ۲۰ میرمنو او ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ولسي وګړي وژل شوي دي.

عیني شاهدان هم د دې خبرې تصدیق کوي او وايي د جولای په شپاړسمه نیټه د پاکستان هوايي ځواکونو د شوال په داسې سیمو بمباري کړي چیرته چې د خلکو کورونه دي.

د سیمې یو اوسیدونکي ملک میرزل خان ای ایف پي ته ویلي دي ــــ دا بمباري تر ګنټو روانه وه او پکې یوولس کورونه په نښه کړل شول. په دې بمبارۍ کې د هغه لور او ورور هم وژل شوي دي.

خو د پوځ د عامه اړیکو د اداری آيي ایس پي آر یو چارواکي دعه ادعاوي رد کړي دي او ویلي دي چې پوځ یوازې د وسله وال پټن ځایونه په نښه کړي دي.

د بشري حقونو فعالین د پېښې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کوي. د بشري حقونو کار کوونکي وايي په لوی شمیر کې د خلکو د بیکوره کیدو سره په سیمه کې بشري ناورین رامنځ ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG