د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اسلام اباد د ځینو سیمو امنیت ساتنه پوځ ته سپاري


د پاکستاني پوځ عسکر
د پاکستاني پوځ عسکر

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړېده چې پوځ ته به په اسلام اباد کې د درو میاشتو لپاره له عامو امنیتي ځواکونو سره د مرستې اجازه ورکړي.

اسلام اباد: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړېده چې پوځ ته به په اسلام اباد کې د درو میاشتو لپاره له عامو امنیتي ځواکونو سره د مرستې اجازه ورکړي.

د یاد وزارت چارواکي وايي چې دا پرېکړه یې د پاکستان د آیین له دوه سوه پنځه څلوېښتم آرټيکل سره سمه کړېده.

چارواکي زیاتوي چې پوځ ته د دې اجازت ورکولو هدف دا دی چې هغوی په پلازمېنه اسلام اباد کې د عامو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د پاکستان سرکاري راډیو لیکلي چې د اطلاعاتو وفاقي وزیر پرویز رشید تېره ورځ وویل چې دا خبره ناسمه ده چې د ټول اسلام اباد د امنین چارې به پوځ ته سپارل کېږي.

پرویز رشید زیاته کړېده چې پوځ به یوازې د اسلام اباد پر حساسو سیمو د امنیت ټینګ ساتلو لپاره ګمارل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې د کورنیو چارو د وزارت دې پرېکړې ته سیاستوال او د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان په کوم نظر ګوري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG