د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا ته د اعلی عدالتونو د لاس رسي غوښتنه چیلنچ شوه


په اسلام اباد کې د سترې محکمې ودانۍ
په اسلام اباد کې د سترې محکمې ودانۍ

د پاکستان وفاقي حکومت د پیښور هایي کورټ هغه فیصله په سپریم کورټ کې چیلنج کړي چې پکې ویل شوي حکومت باید د پارلمان له لارې د دغه هیواد د اعلی عدالتونو د کار ساحه قبایلي سیمو ته هم وغزوي.

د وفاق لخوا اټارني جنرل سپريم کورټ کې جمع کړي خپل درخواست کې ویلي چې دغه مقدمه کې د وفاق دريځ نه دی اورېدل شوی او نه هائي کورټ پارلمان ته هدايات جاري کولی شي.


په درخواست کې دا هم ویلي شويدي چې د اعلی عدلیې د داسې اقداماتو سره به د طاقت توازن خراب شي.


د اپریل په اومه نیټه د پیښور هایي کورټ په یوه پریکړه کې ویلي وو چې باید پارلمان په دوه سوه اوه څلویښتم ارټیکل کې بدلون راولي . ددغه ارټیکل ترمخه د پاکستان اعلی عدالتونه فاټا ته لاس رسی نه لري.

XS
SM
MD
LG