بنو - د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، پوځ او پاکستانی ولس د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستو ته ژمن دي.
د سې شنبې پر ورځ په بنو کې کډوالو ته د وینا پر وخت جنرال شریف وویل، دوی به د کډوالو د بیا بحالي په عمل کې هم د وزیرستان له ولس سره وي او هغوی به یوازې نه پرېږدي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي، جنرال شریف د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې له برخه اخیستونکو پوځیانو سره هم ولیدل او بیا په بنو کې د کډوالو کیمپ ته ورغی.
بیان زیاتوي، جنرال شریف په میرامشا کې یوه شپه تېره کړه او له پوځي افسرانو یې د عملیاتو په اړه مالومات تر لاسه کړل.
د پاکستان پوځ د جون پر ۱۵مه، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې لکونه خلکو له وزیرستانه پښتونخوا، نورو قبایلي سیمو او خوست، پکتیا او پکتیکا ته کډې وکړې.
د پوځ له وینا سره سم، په عملیاتو کې یې په سلګونه وسله وال وژلي او د شمالي وزیرستان زیاتره برخې یې له وسله والو پاکې کړې دي.
که یو خوا ازادې سرچینې د پوځ د دې ادعاو پخلی نه کوي نو بلې خوا ته افغانستان پر پاکستان تور پورې کړی دی چې په دې عملیاتو کې ټولې وسله والې ډلې نه په نښه کوي.
خو د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت دا تور بې بنسټه بولي او وايي، عملیات د ټولو وسله والو پر ضد دي.
وسله والو ډلو د ځاني یا مالي زیان او د پوځ د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.