د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې وسله والو دیني عالم وژلی دی


ښرنه - د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وسله والو د یاد ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ د مټاخېلو په کلي کې یو دیني عالم وژلی دی.

د پکیتکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا دیني عالم مولوي عبدالرحمان نومیده، چې د ملااصغر په کلي کې يې امامت کاوه او د جمعې جومات خطیب هم وو.

چارواکي د دې وژنې لامل دا بولي، چې وژل شوي عالم د اختر په لومړی ورځ په خپل خطاب کې د ملکي وګړو وژنه ناروا او له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې عمل بللې وو، چې له همدې کبله وسله والو د چارشنبې (یا شورو) پر ورځ نوموړی ((د یو تروریستي برید پرمهال وواژه.))

د پکتیکا والي محب الله صمیم د یوې اعلامیې د خپریدا له لارې ددې برید غندنه کړې او ویلي يې دي، چې وسلوال له یوې خوا زموږ ملکي خلک وژني او بل لوري ته دیني عالمان هم نه پرېږدي، چې د دا ډول کړنو په اړه څه ووايي، او خلکو ته يې په اړه دیني ارشادات واوروي.

محب الله صميم د افغانستان او نړۍ د دیني عالمانو په ځانګړي ډول د علماوو د سراسري شورا څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ورستیو ترهګریزو بریدونو په باب خپل دریځ په ډاګه کړي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې وژنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG