د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا د قبایلي سیمو اییني واک به پارلېمان ته وسپارل شي او که نه؟


پراګ - تېره اوونۍ پاکستان پیپلز ګوند په قامي اسمبلۍ کې یو پرېکړه لیک یا قرارداد جمع کړ چې پکې د قبایلي سیمو په اړه د ایین (یا اساسي قانون) ۲۴۷مه ماده یا دفعه له ولسمشره پارلېمان ته د ورکولو غوښتنه شوې وه.

د دې مادې تر مخه، پارلېمان دا حق نه لري چې د قبایلي سیمو لپاره قوانین جوړ کړي.

د دې دفعې واک پارلېمان ته د ورکولو مانا څه ده؟ په دې اړه د پیپلز ګوند یو مشر او د پاکستان د سېنېټ غړی فرحت الله بابر وايي: ((د دولت (یا ریاست) درې اهمې ستنې وي. یانې مقننه، عدلیه او انتظامیه. خو دا وخت په قبایلي سیمو کې یوازې انتظامیه موجوده ده او هغه هم د پوځ تر اثر لاندې ده. نه مقننه یانې قانون سازه اداره شته او نه عدلیه یانې عدالتونه شتون لري. د قبایلي سیمو ټول اختیار د ایین ۲۴۷مې مادې یا دفعې لاندې د پاکستان له ولسمشر یا صدر سره دی او موږ غواړو چې دا واک دې پارلېمان ته وسپارل شي.))

فرحت الله بابر وايي، د ایین د دې مادې په نتیجه کې له قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي د پارلېمان غړي د نور هېواد لپاره په قانون جوړونه کې برخه اخیستای شي خو د خپلو سیمو لپاره دا قبایلي ممبران، قامي اسمبلۍ او یا هم سېنېټ هېڅ کارروايي نشي کولای.

بلخوا د پیپلز ګوند مخالف ګوندونه اعتراض کوي چې یاد ګوند د خپل حکومت پر مهال دا کار ولې نه کاوه؟

د دې په ځواب کې بابر وايي: ((د خلکو دا اعتراض ډېر مضبوط دی. زه دا منم چې د اتلسم اییني بدلون پر مهال دا اختیار هم پارلېمان ته منتقل کېدل په کار ول خو ونشو. د دې د نه کېدولو وجوهات ول او هغه دا چې د اییني بدلون لپاره ۲۷ کسیزه پارلېماني کمېټي جوړه شوې وه چې پکې ټول پارلېماني ګوندونه موجود ول. هغوی پر اتلسم اییني بدلون متفق ول خو چې کله موږ د ۲۴۷مې مادې د ختمولو خبره وکړه نو زیاتره ګوندونو وویل چې دا نازکه مسله ده او له دې سره به وروسته ګورو. نوموږ خو ټول ترامیم په متفقه توګه ترسره کول غوښتل چې هغوی نه منله نو موږ هم پرېښوده، ځکه چې د پاکستان تاریخ ګواه دی چې کله لانجمن اییني بدلون شوی هغه واپس شوی هم دی.))

فرحت الله بابر وايي، اوس وخت راغلی چې ټول سیاسي ګوندونه په یوه خوله په قبایلي سیمو کې د سیاسي، قانوني او اییني اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

دا مهال د قبایلي سیمو لپاره له ولسمشره پارلېمان ته د قانون جوړونې واک ورکول څومره امکانات لري؟ فرحت الله بابر وايي: ((زما په خیال کې په دې کې به مشکلات نه وي. زموږ پارټۍ په قامي اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړی او ما په سېنېټ کې شخصي بل وړاندې کړی چې ممکنه ده ډېر ژر به پر بحث وشي او پاس (یا منظور) به هم شي او ځکه چې موږ په سېنېټ کې اکثریت لرو. چې کله دا بل له سېنېټه پاس شي نو بیا به ګورو چې کوم کوم ګوندونه یې مخالفت کوي خو د حکومت لپاره به د دې مخالفت ډېر ګران وي. نو ځکه زه ډېر امېد لرم چې په دې قانون کې به ډېر ژر بدلون راشي.))

هلته د اپرېل پر اوومه د پېښور های کورټ په خپله پرېکړه کې پارلېمان ته امر ورکړل شوی دی چې د اساسي قانون په ۲۴۷مه ماده یا دفعه بدله کړي. خو د واکمن مسلم لیګ (ن) مرکزي حکومت د دې فیصلې پر ضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړی دی چې د های کورټ دا فیصله رد کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG