د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، سعودي عرب ته پوځیان نه استوي


راولپېنډۍ - د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اتوار (یا یکشنبې) پر ورځ په یوه وړوکي بیان کي ویلي، د رسنیو هغه رپورټونه بې بنسټه دي چې پاکستان به خپل پوځ سعودي عرب ته استوي.

ای اېس پي ار دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی دی چې د برتانیا یوې ورځپاڼې وویل، سعودي عرب د القاعدې د حملې وېره لري نو ځکه یې د خپل حفاظت لپاره له پاکستان او مصره پوځي مرستې غوښتې دي.

په لاهور کې د سیاسي او دفاعي چارو پوه پوهاند حسن عسکري وايي، تر اوسه داسې ثبوتونه نشته چې په تېره میاشت کې پاکستان خپل سرتېري سعودي عرب ته استولي وي. ((خو زما په اند، که سعودي عرب له پاکستانه دا ډول مرسته وغواړي نو پاکستان به یې غوښتنه ومني ځکه چې په تېرو وختونو هم داسې شوي دي چې د سعودي عرب په غوښتنه پاکستان خپل پوځ هلته لېږدولی دی. خو یو شرط چې پاکستان پخوا هم درلود او اوس یې هم لري هغه دا دی چې پاکستاني سرتېري به له سعودي عربه بهر په جګړه کې برخه نه اخلي یانې سعودي عرب به د پاکستان پوځیان عراق، شام یا بل هېواد ته جګړې ته نه استوي.))

د بهرنیو چارو پوه او پخوانی ډېپلوماټ بیرسټر زاهد سعید وايي، یو خپلواکه هېواد له بل هغه پوځي مرسته غوښتای شي او په تېرو وختونو کې د پاکستان پوځ د کوېت او متحده عرب اماراتو پوځیان روزلي هم ول. ((خو په اوسنیو حالاتو کې به دا کتل کېږي چې سعودي عرب له پاکستانه داسې څه مرستې غواړي او پاکستان ورسره تر کوم حده مرسته کولای شي. زه دا ګڼم چې د دې ډول مرستو له ګټې سره تاوان هم زیات وي.))

پاکستان وخت په وخت له ځینو خلیجي عرب هېوادونو سره د پوځ او پولیسو د روزنې په برخه کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG