د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د کډوالو لپاره د نوم لیکنې نوي مرکزونه پرانستل شوي


د کډوالو ماشومان
د کډوالو ماشومان

د قبايلي سيمو لپاره د افتونو د انتظام اداره [فاټا ډزاسټر منېجمنټ اتارټي] وايي ، هغه خلک چې د شناختي کارډونو او یا نورو اسنادو د نه درلودلو له کبله د نوم لیکنې له بهیره پاتې شوي وو د هغوی لپاره یې نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

اسلام اباد: د قبايلي سيمو لپاره د افتونو د انتظام اداره [فاټا ډزاسټر منېجمنټ اتارټي] وايي ، هغه خلک چې د شناختي کارډونو او یا نورو اسنادو د نه درلودلو له کبله د نوم لیکنې له بهیره پاتې شوي وو د هغوی لپاره یې نوي مرکزونه جوړ کړي دي.

د یادې ادارې د رسنیو مسوول محمد عرفان مشال راډیو ته وویل چې دې کډوالو ته د لارښوونې لپاره یې د بنو تر څنګ په پېښور ، ډېره اسماعيل خان او لکي مروت کې مرکزونه جوړ کړي دي.

محمد عرفان وویل چې د سېدګۍ سيمې د خلکو نوم ليکنه نه وه شوې نو ځکه د هغه ځای د کډوالو ثبتول هم پیل شوي دي.

نوموړي وویل چې دا کار به دوې اونۍ روان وي او که یې اړیتا وه نو موده به یې نوره هم وغځول شي.

محمد عرفان وویل چې په دې مرکزونو کې به د هغو خلکو لارښوونه کېږي چې تر یوه زیات کارډونه لري او د هغو خلکو نوم لیکنه امکان نه لري چې کارډونه یې ناسم [جعلي] وي.

د سیمه ییزو چارو کارپوه طاهر خان وايي چې یوازې د کارډ نه درلودلو له کبله کبله باید چې کډوال له مرستې بې برخې نه شي.

طاهر خان زیاته کړه چې کارډونه په داسې وخت کې جوړ شوي وو چې په وزيرستان کې د حکومت عملداري د نه برابر وه او خلک دې ته اړ وو چې د وسله والو خبره ومني.

د قبايلي سيمو لپاره د افتونو د انتظام اداره وايي چې خلک په دې لړ کې د ملګرو ملتونونو د کډوالو له ادارې [یو این ایچ سي آر] څخه هم مرسته ترلاسه کولای شي.

دا کډوال کولای شي چې پر دې نمبرو 0928-633400 ، 0928-633410 هم ټیلیفون وکړي او مالومات واخلي.

XS
SM
MD
LG