د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسېن حقاني: له پاکستانه لاره ورکه ده


حسېن حقاني
حسېن حقاني

پراګ: د هند د انګريزي ژبې ورځپاڼې انډين اېکسپرېس د پاکستان د پخواني سفير حسېن حقاني ليکلې مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستان پوځ غواړي چې له هند سره د نواز شريف د اړيکو ښه کولو د لېوالتيا مخنيوی وکړي او هغه د افغانستان په سياست کې د پاکستان د مداخلت د پخوانۍ تګلارې د له مېنځ وړلو څخه راوګرځوي.

په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير او د واشنګټن په هوډسن څېړنيزه اداره کې د سوهېلي او منځنۍ آسيا د څانګې مشر حسېن حقاني په انډين اېکسپرېس ورځپاڼه کې ليکي، داسې ښکاري چې په پاکستان کې يو بل منتخب حکومت هم د بې ثباته کېدو پر لور روان دی.

نوموړی ليکي، د سياسي ګډوډۍ ښکار دغه هيواد د خپلې لارې ورکېدو څخه ځان راګرځوي. د پاکستان پوځي اسټپلشمنټ په هر څه ننوتی او تنګ نظره شوی دی. دوی بايد د ډپلوماسۍ ارزښت بېرته خپل ځای ته راولي.

حقاني ليکي چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړې استازي مارک ګروسمېن چې په ۲۰۱۱م کال کې د اسامه بن لادن د نيولو د عملياتو پر مهال په اسلام آباد کې و، ورته ویلي و چې داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي او نوره نړۍ په دوو جلا جلا کايناتو کې ژوند کوي.

دغه پخواني امريکايي ډپلوماټ ويل چې پر ځای د دې چې پاکستان په دغه هيواد کې د نړۍ د تر ټولو لوی ترهګر پر موجودګۍ معذرت وغواړي، دوی له امريکا څخه د پاکستان پر خاوره بې له مالوماتو شريکولو د اسامه بن لادن پر وژنه احتجاج کاوی.

نوموړی ليکي، نړۍ په څرګند ډول د جهاديانو د له منځه وړلو په برخه کې د پاکستان پر ناکافي هڅو اندېښمنه ده چې له همدې کبله اوس د پاکستانيانو لپاره کار موندل او بهر هيوادونو ته تلل ګران شوي دي.

په پاکستان د نوي حکومت د منتخب کېدو يوازې څو مياشتې وروسته د دې د بدلولو غوښتنو يو جدي بحث ته لاره هواره کړې چې کېدای شي پاکستان د يوه قوم په حيث خپله لاره ورکه کړې وي.

په دغه هيواد کې د زياتېدونکي ترهګرۍ، نه زغم، تاوتريخوالي او له نړۍ څخه د بېلېدو د امکان غوندې حقيقي ستونزو څخه ښکاره انکار کيږي او دغه انکار د ځان خطا ايستلو په مانا دی.

XS
SM
MD
LG