بنو: د شمالې وزیرستان د اتمانزی قبیلې مشرانو ویلي چې دوی د بې کوره شوو خلکو ژر تر ژره ستنېده غواړي. دا غوښتنه د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې په تر سره شوې جرګه کې شوې ده.
د وزیرو د اتمانزی ښاخ په دې جرګه کې شریکو مشرانو ویلي چې که چیرې د پاکستان حکومت او پوځ د امنیت زمه واري پر دوی اچوي نو دوی به یې ونه مني.
د جرګې ګډون والو دا هم ویلي چې د پاکستان پوځ باید په شمالي وزیرستان کې روان عملیات ژر تر ژره پای ته ورسوي.
بل پلو په بنو کې مېشتو له شمالي وزیرستانه بې کوره شوو ځینو خلکو د اتمانزو په دې جرګه کې پر شریکو مشرانو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې دوی داسې جرګې د وزیرستان استازي نه بولي.