د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر: له ډوبې شوې کشتۍ څلور تنه مړي موندل شوي


ګوادر کې د عرب سمندرګي غاړه
ګوادر کې د عرب سمندرګي غاړه

د بلوچستان په ګوادر بندر کې بيړۍ ډوبه شوې، د څلورو تنه مړي را ایستل شوي دي، په دوی کېد يوه تن پېژندګلوي د خیبرپښتونخوا د مانسرې د اوسېدونکي بشير په نامه شوې.

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، له سرښار کوټې شمال لوېديځ لور ته د شاوخوا ديارلس سوه کيلوميترو په واټن د ګوادر بندر په جيوني سیمه په سمندر کې بېړۍ ډوبه شوې، چې د چارواکو په خبره تراوسه يې د څلورو تنو مړي را ایستلي، چې د يوه تن پېژندګلوي د خیبرپښتونخوا د مانسهرې د اوسېدونکي بشير په نامه شوې.

د ګوادر سیمې چارواکي وايي، تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا بېړۍ کله ډوبه شوې، خو زیاتوي، د څلورو تنه مړي يې د دوشنبې په ورځ را ایستلي. ځينې سرچينې وايي په دې بېړۍ کې ټول يوولس تنه سپاره وو، او هڅه يې کوله چې په غیرقانوني توګه ایران، ترکيې او بیا هم اروپايي هیوادونو ته ځان ورسوي.

عبدالفتح بهنګر چې د مکران ډويژن کمشنر دی، د سېشنبې په غرمه يې مشال راډيو ته وویل، د څلورو تنه مړي يې را ایستلي او وروسته يې کراچۍ ته منتقل کړي دي.

؛ تر اوسه مو هم هغه د څلورو تنو مړي موندلي دي. له هغه باد هيڅ هم په لاس نه دي راغلي، موږ هڅه کوو، خو تراوسه يې هيڅ درک نشته. چې له کومې خوا راغلي وو، او له کوم ځایه تللي وو. هغه څلور مړي مو د سندهـ صوبې کراچۍ ښار ته لېږدولې دي؛.

له ګوادر سیمې ځینو سرچينو مشال راډيو ته وویل، ډوبه شوې سپيډبوټ يا تېزه بېړۍ په همدې عرب سمندر کې ددې لپاره کارول کېږي، چې په غیرقانوني توګه انسانان ایران ته واړوي. دغه سرچينې زیاتوي، په دغه تېزه بېړۍ کې ټول يوولس تنه سپاره وو. خو کمشنر بنګر بیا وايي، تر اوسه په دې اړه لا هم هيڅ مالومات نه لري...

؛ ددې هيڅ اطلاع تر اوسه پورې نشته. چې څومره کسان په کې سپاره وو، ځکه چې هغه د بېړۍ مالکان هم نشته. هغه هم تر پېښې وروسته پټ شوي دي. او دا بېړۍ د ایران په سمندري حدودو کې ډوبه شوې ده؛.

د بلوچستان ګوادر بندر د عرب سمندر پر غاړه او د خليجي هيوادونو په خوله کې پروت دی، چې د پاکستان د لوی تجارتي ښار کراچۍ لوېديځ لور ته د شاوخوا ۴۵۰ کیلوميترو په واټن او د پاکستان له ایران سره له غربي پولې په ۷۵ کیلوميتره واټن موقعيت لري.

که څه هم هر کال په سلګونو انسانان اروپايي او خليجي هيوادونو ته په غیرقانوني توګه د تلو هڅه کوي، خو اکثره هغه يې په ورته پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د پاکستان په شمول د افغانستان ډېری وګړي د ښه روزګار په نيت په همدې غیرقانوني لاره لومړی ایران ته اوړي، بیا ترکيې او وروسته اروپايي هیوادونو ته د تلو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG