د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پيښور بارانونو کې ۱۸ مړه: زخميان وايي د تحريک انصاف حکمران ګوند چارواکي احتجاجونو ته وخت لري خو دوی ته نه


بارانونو پيښور سره نيزدي يوه ونه له بېخه ويستلي
بارانونو پيښور سره نيزدي يوه ونه له بېخه ويستلي

د خيبر پښتونخوا خلک په داسې حال کې له خپلو چارواکو ګيلې کوي چې اسلام اباد کې د تحريک انصاف ګوند غړي، د خپل مشر عمران خان په مشرۍ د مرکزي حکومت د استعفا لپاره اسلام اباد کې په مظاهرو بوخت دي. د خيبر پښتونخوا له وزيراعلی سربيره ګڼ نور وزیران هم په دي لاريون کې شامل دي.

چارواکي وايي پيښور او خوا او شا کې د پرونيوو بارانونو له وجې اتلس (۱۸) کسان مړه او يو اويا (۷۱) نور ژوبل شوي دي. په داسې حال کې چې د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په ګډون اکثره لوړ پوړي چارواکي اسلام اباد کې د خپل ګوند، تحريک انصاف په هغه احتجاج کې برخه لري چې د مرکزي حکومت د استعفا غوښتنه کوي، له بارانه متاثره شوي خلک وايي د دوی د مرستې لپاره يو چارواکی هم نه دی ورغلی.

د خيبر پښتونخوا د بلدياتو وزير عنايت الله خان نن مشال ريډيو ته وويل چې د پرونیوو بارانونو له وجې د صوبې په بيلابيلو سيمو کې اتلس کسان مړه شوي او له يو اويا زخميانوڅخه يې يوولس د درملنې لاندې دي او نور د درملنې وروسته کورونو ته ليږل شوي.

عيسی خان چې د باراني طوفان له وجې يې د پښې هډوکی مات او اوس په ليډي ريډينګ روغتون کې تر درملنې لاندې دی، مشال ريډيو ته وويل چې پرون پرې د پيښور اخون آباد کې ديوال راوغورځيد. هغه زياتوي چې ټول علاج يې په خپلو پيسو وکړ.

نوموړی وايي: "پرون يې چې هسپتال ته راوړم نو اول خو بهر پروت ووم بيا يې يو ځای ته ويوړم نو هغوی وويل چې دا دلته نه بلکې د هډوکو وارډ ته بوځئ. بيا دلته اوزګار کټ نه وو. ايکسری مې هم په خپلو پيسو، په ډيرو پيسو ليبارټرئ کې وکړه. د حکومت هيڅ کوم وزير نه دی راغلی."

د پاکستان تحريک انصاف ګوند ټول پام د وزير اعظم پر چوکۍ دی نو ځکه يې خيبر پښتونخوا ته چې د دوی پکې حکومت دی، ډير پام نشته.

دغلته تر درملنې لاندې يو بل ژوبل کس، رادول هم له چارواکو ګيله لري چې د باران ځپلو خلکو پوښتنه نه کوي. دی وایی: "دلته يې علاج راته شروع کړی خو زه ترې مطمين نه يم. مګر څه وکړو غريبي ده. د حکومت يو نماينده هم لا تر اوسه نه دی راغلی."

د خيبر پښتونخوا خلک په داسې حال کې له خپلو چارواکو ګيلې کوي چې اسلام اباد کې د تحريک انصاف ګوند غړي، د خپل مشر عمران خان په مشرۍ د مرکزي حکومت د استعفا لپاره اسلام اباد کې په مظاهرو بوخت دي. د خيبر پښتونخوا له وزيراعلی سربيره ګڼ نور وزیران هم په دي لاريون کې شامل دي.

په سياسي چارو نظر لرونکی، حسن خان وايي چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ټول پام د وزير اعظم پر چوکۍ دی نو ځکه يې خيبر پښتونخوا ته چې د دوی پکې حکومت دی، ډير پام نشته.

هغه زياتوي: "عمران خان نه په خيبر پختونخوا او نه هم په بلوچستان وزير اعظم جوړيدی شي نو ځکه د هغه اصل جنګ په پنجاب دی. هغه غواړي چې وزيراعظم شي او د دې لپاره پنجاب ګټل ضروري دي. که په خيبر پختونخوا کې هغه د پارليمنټ لپاره ځانګړي شوي ۳۵ واړه سيټونه هم وګټي نو بيا هم پرې وزير اعظم نه شي جوړيدلی. همدا وجه ده چې عمران خان او د هغه تحريک انصاف ګوند چارواکي د خيبر پختونخوا او د دي ځای د اولس مشکلاتو ته پام نه کوي."

XS
SM
MD
LG