د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت ضد احتجاج نن دریمه ورځ ده


د عمران خان پلویان
د عمران خان پلویان

د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک د مشر طاهرالقادري په مشرۍ کې په اسلام اباد کې پر دوو بېلو ځایونو د حکومت ضد احتجاج روان دی.

اسلام اباد: د تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک مشرانو ویلي چې تر هغه وخته به په اسلام اباد کې روان خپل احتجاج ته دوام ورکړي تر څو چې وزیراعظم نواز شریف استعفی نه وي ورکړې.

د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک د مشر طاهرالقادري په مشرۍ کې په اسلام اباد کې پر دوو بېلو ځایونو د حکومت ضد احتجاج روان دی.

عمران خان او طاهرالقادري دا احتجاج د روانې میاشتې پر څوارلسمه د پنجاب له لاهوره پیل کړی وو او په وار وار یې اعلان کړی دی چې تر هغه وخته به احتجاج پای ته ونه رسوي چې حکومت یې نه وي ړنګ کړی.

طاهرالقادري تېره شپه د خپل احتجاج ګډوالو ته په وینا کې وویل چې حکومت اته څلوېښت ساعته وخت ورکوي چې د ده غوښتنې ومني. عمران خان بیا په خپله وینا کې وویل چې د یکشنبې په ورځ یانې نن مازیګر شپږ بجې به یو مهم اعلان وکړي.

عمران خان وايي چې اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی دی نو ځکه دي د ده په وینا استعفی ورکړي.

طاهر القادري بیا وايي چې دی په ملک کې روان نظام نه مني او د حکومت د ړنګولو لپاره یې د ده په وینا دا انقلابي احتجاج پیل کړی دی.

د پاکستان د سرکاري راډیو د اطلاعاتو د وفاقي وزیر پرویز رشید له خولې لیکلي چې عمران خان باید خپلې غیر اییني غوښتنې پریږدي او د پارلمان له لارې دغه مسله هواره کړي.

په اسلام اباد کې د روان احتجاج له کبله ډېرې لارې تړلې دي او خلک وايي چې دوی له لوی شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په پارلمان کې زیاتره ګوندونه د تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د احتجاج له دې طریقه کار سره مخالف دي.

XS
SM
MD
LG