د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسبملو ماتولو او له وزیر اعظمه د استعفا غوښتنه نه منو'


په قامي اسمبلې کې دا پرېکړه لیک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي وړاندې کړ.

نن د زيارت په سهار قامي اسمبلې د ایين او قانون برلاسیتوب په حق کې يوه خوله پرېکړه لیک «قرارداد» ومنلی او د وزيراعظم نواز شريف استعفا او د اسمبليانو د تحليلولو غوښتنه يې رد کړه.

په قامي اسمبلې کې دا پرېکړه لیک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي وړاندې کړ.

په دې پرېکړه لیک کې وويل شوي چې د ځینو ګوندونو له لوري د اسمبليانو ماتولو او له وزيراعظمه استعفا غوښتل غير ایيني ده.

پرېکړه لیک کې دا هم ويل شوي چې جمهوري عمل به تر ايین او قانون لاندې روان وي او د ایين و پارليمان تقدس به پرځای ساتل کيږي.

پدې پرېکړه لیک کې د ځینو سياستوالو له اړخه د ناوړه ژبې کارولو غندنه هم شوې ده.

پدې موقع په پارليمان کې وزيراعظم نواز شريف هم موجود وو.

د قامي اسمبلې دا غونډه د سپيکر اياز صادق په مشرۍ پېل شوه.

پدې مهال اسمبلې ته د وینا پر مهال د قومي وطن پارټې مشر افتاب احمد خان شير پاو وويل چې څو زره خلک د اسمبلې سپکاوی کوي.

د ده وينا وه چې موجوده صورتحال له وجې د سري لنکا صدر دوره د ځنډ ښکار شوه، نو ايا دا جمهوريت دی چې پاکستان ته به له بهره ميلمه نشې راتلى؟

د ده په وينا «د مذاکراتو لړۍ پېل شوې، زموږ هم دا غوښتنه وه. پدې کې د اپوزيشن ګوندونو ،حکومت او د ټولو رول دی. موږ له لومړۍ ورځې راهيسي غوښتل چې خبرې اترې دې وشي او په جهموريت کې هم دا مهمه خبره وي.

د چا غوښتنې که څه جواز هم نه لري خو د مزاکراتو په ميز هغې اماده کول ضروري ده او دا خوشالې خبره ده چې نن دواړه ګوندونه د مزاکراتو په ميز راغلې»

ده پدې موقع زياته کړه چې که تاسو د دوی د راتګ او ريډ زون ته د داخلو تسلسل وګورئ، لازمي خبره ده سازشي نظریې ډېرې چلي خو موږ صرف دا معلومول غواړو چې دوى چا راوړاندې کړي دي.

هم پدې موقع د قامي اسمبلې غړي اعجاز الحق وينا ده چې د پاکستان ټول سياسي ګوندونه يو اړخ ته او دا دوه ګوندونه بل اړخ ته دي.

دی وايي، » تيره ورځ موږ ډير کوششونه وکړل، درې ځلې موږ ورغلو، د هغوی خبرې مو حکومت ته وړاندې کړې، حکومت فيصله وکړه چې زموږ استازي به ورځي او کومه خبره چې تر ایين او قانون لاندې کيږي په هغه به عملدرامد کوي،،

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف او د پاکستان عوامي تحريک کميټيانو سره بېګا شپه د حکومت کميټيانو بيل بيل ملاقاتونه کړي وو او ياد ګوندونو ورته خپلې مطالبې وړاندې کړې وو.

XS
SM
MD
LG