د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان پبلیک سرویس کمیشن، کرپشن کوي'


د بلوچستان پبلیک سرویس کمیشن پر ضد د تعلیمیافته ځوانانو لاریون
د بلوچستان پبلیک سرویس کمیشن پر ضد د تعلیمیافته ځوانانو لاریون

یو تعلیمیافته ځوان حمیدالله وایې،تعلیمیافته ځوانانو ته د لوړو نوکرو اداره کې خپل حق نه ورکول کېږي

په بلوچستان کې باسواده او تعلیمیافته ځوانان وایي، چې د لوړو نوکرو اداره «بلوچستان پبلیک سرویس کمیشن» کې د سپارش، پېسو او خپلوی په مټ نااهله خلک نوکریانې ترلاسه کوي.

دوی زیاتوي، چې له دې څخه لوی زیان تر ټولو زیات د صوبې پښتنو ځوانانو ته رسېدلی دی، چې په خبره یې، تر نورو زیات استعداد او صلاحییت لري. بلخوا واکمن پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا وايي، چې د ستونزې حل تر قانوني او انتظامي مرحلو د تېرېدو په حال کې دی او ژر به هواره شي.

یو تعلیمیافته ځوان حمیدالله وایې،تعلیم یافته ځوانانو ته د لوړې نوکرۍ ورکولو ادارې له لوري نن سبا خپل حق نه ورکول کېږي:

«بلوچستان پبلک سروس کمیشن هغه اداره وه چې بااستعداده او پتېره بې وزله ځوانانو به لوی باور پر لرلی. د دغې ادارې یوازې نوم د انصاف او مېریټ نخښه وه، خو اوس دغه نخښه له منځه تللې ده. دلته باقاعده بولیانې لګېږي. د کمیشن غړیو ریباران «ایجنټان» د نوکریانو ورکولو سودا کوي. په پېسو هره نوکري ښه په اسانه ترلاسه کېږي. چې څومره لوړه نوکري وي، هغومره یې نرخ جګ وي. مطلب دا چې دا وخت په بلوچستان پبلک سروس کمیشن کې دوه شیان چلېږي او په دوو به کار باسې. یا خوپېسه او یا لوړ سپارش.....خوتر هر څه بیا هم پېسه کار ژر اوپه اسانه باسي»

حمیدالله زیاتوي، چې هرڅومره بااستعداده یې، نه شي کولی چې په لومړي پړاړ کې ځان وباسې تر څوچې څه غېرغېرقانوني کار نه وکړې.نوموړی مخته وایې چې دغې وضعې تر ټولوزیات د صوبې پښتانه ځوانان ځپلي دي، چې د ده په خبره، تر نورو ښې زدکړې کوي:

«زیاتره ځوانان چې له سختو خواریو فارغ شي، نو بیا د کمیشن ازموینو ته تیاري نیسي او له سختې خوارۍ وروسته چې کله دوی وویني چې دا خوهر څه په بله لاره کېږي، نو بیا دوي سخت مایوسه شي. له دې سره د هغه تعلیمیافته کس قریب اوخپلوان هم چې دا وضع وویني، نو هغه هم بیا وایې چې زه اخیر څله محنت اوخواري وکړم؟»

حمیدالله زیاتوي، له دې وجې خو ټولنه د ناامنۍ او ترهګرۍ پر لور ځي.

یو بل تعلیمیافته ځوان جنید خان بیا وایې چې، په اقتدار کې ناست ګوندونو هم دغه ستونزه له پامه غورځولې ده:

«دغو ګوندونو به د پښتنو د حقوقو خبره کوله. هم دغه پر کرسۍ ناستو به له موږ سره ګډ د دغ کمیشن په خلاف پر سړکونو احتجاجونه کول، لاریونونه به یې کول. د دوی لپاره دا څه ګران کار نه دی چې د کمیشن موجوده مشر له دندې لیرې کړي یا کومه بله لاره خپله کړي، خواوس یې دا هر څه هېر کړیدي، چې ډېره د افسوس خبره ده»

د دغه ستونزو په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو صوبایي مشر او د بلوچستان په حکومت د اطلاعاتو وزیرعبدالرحیم زیارتوال وویل، چې د پیبلیک سرویس کمیشن ستونزه تر قانوني او انتظامي پروسې لاندې روانه ده او ډېر ژر به حل شي:

«زموږ مخ ته یوه قانوني مسله پرته ده، هغه دا چې د کمیشن یو اېکټ (قانون) وي، د هغه له مخې چې کوم څوک د دغې ادارې مشر یا چېرمېن و ټاکل شي، نو بیا تر ۵ کلونو پورې به دی کار کوي او د هغه په لیرې کولو کې ګڼې ستونزې رامنځ ته کېږي. ځکه په لومړي سر کې موږ د موجوده مشر په خلاف په بلوچستان های کورټ (د صوبې لوړعدالت) کې قانوني جګړه پېل کړېده او هیله ده چې ډېر ژر به دی له دغې لارې لیرې کړو. بل دا چې موږ اوس په اسمبلۍ کې قانون بدلوو او د یادې ادارې د مشر لپاره ټاکلې موده به له ۵ کلو څخه تر درو یا دوو کلونو پورې را لنډوو»

یاده دې وي، بلوچستان پبلک سروس کمیشن هغه وخت د بډو رشوتونو اخیستلو او سپارښ تر تورونو لاندې راغلو کله چې پخواني ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي د کمیشن موجوده چېرمېن محمد اشرف مګسی په ۲۰۱۱ م کال د دغې ادارې مشر وټاکلو.

مشال راډيو بیا بیا هڅه وکړه چې د بلوچستان پبلیک سرویس کمیشن دریځ واوري خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG