د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ ښار کې د چهارشنبې له ماښام راهیسې ۱۲ کسان وژل شوي دي.


د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شېخ وایي، د خبریال وژنې په اړه لومړنی رپورټ لیکل شوی، او د قاتلانو نیولو په موخه د پولیسو چاپې دوام لري.

پولیس چارواکي وایي د چارشنبې له ماښام راهیسې په وژل شوو ۱۲ کسانو کې یو سيمه ایز خبریال، پنځه پولیس سرتیري او یو ډاکټر هم شامل دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شېخ نن ماسپخین له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، په کراچۍ د لټون د عملیاتو د شورو کیدا راوروسته په دغه ښار کې د وژنو پیښې کمي شوې خو د تېرې شپې راهسې په دې کې یو ځل بیا تیزوالی راغلی دی

((ځینې ورځ یوه یا دوه کسان ووژل شي خو ځینې وخت دا لړۍ ناڅاپي تیزه شي، له پرون راهیسې زموږ پنځه پولیس سرتیري وژل شوي دي، په دې کې څلور حاضر سرویس او یو پخوانی پولیس افسر و. ځینې عناصر په کراچۍ کې په اپرېشن کولو خپه دي او دا د هغوي لخوا د پولیسو پر ضد کاروایي کیدلای شي))

عتیق شېخ زیاته کړه په کراچۍ کې فرقه ایز تاوتریخوالی هم ختم شوی نه دی، او همدا وجه ده چې د متحاربو فرقو وسله وال پر یو بل کله نا کله حملې زیاتې کړي.

همدا راز بېګا شپه د کورنګۍ په ۵ نمبر کې وسله والو کسانو د سیمه ایز ټي وي چینل خبریال نادر شاه وژلی دی. د کراچۍ خبریالانو اتحادیې د خبریا وژنه په سختو ټکو غندلې او په پیښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شېخ وایي، د خبریال وژنې په اړه لومړنی رپورټ لیکل شوی، او د قاتلانو نیولو په موخه د پولیسو چاپې دوام لري.

((دې وایي داسې ښکاري چې خبریال د خبریالۍ له وجې په نښه شوی وي، زیاتره خبریالان داسې ځایونه ته ځي چې هلته په جرمونو کې ککړ عناصر شتون لري، ددوي ددغو عناصرو په ضد رپورټونه برابروي او په دې وجه په نښه کیږي، د خبریال نادر شاه د وژنې په اړه پلټنې دوام لري او د پلټنو روسته به مالومه شي چې ددې د وژنې اصلي هدف څه و))

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي ددغه ښار په بیلا بیلو برخو کې د لټون عملیات وخت په وخت ترسره کیږي او دا عملیات به ددغه ښار څخه د بدامنۍ تر ختمدا دوام ولري.

XS
SM
MD
LG