د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت احرار د طالبانو یو بله ډله، خو ولې جوړه شوه؟


په شمالي وزیرستان کې اپرېشن کېږي او تر هغې وړاندې د طالبانو خپلمنځي جګړې هم وې، نو په دې لحاظ سره دا هم پخواني خلک دي خو دوی په خپلو کې نوې ملګرتیاوې جوړې کړي دي.

په پاکستان کې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو د خپلمنځي وېش راپورونه دي. په دې ورستیو کې وسله والو یوه نوې ډله جوړه کړې ده چې ځان ته یې د جماعت احرار نوم ورکړی دی خو مشر یې ملا فضل الله نه بلکې مولانا قاسم خراسانی دی.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان پوځله پخواني جنرل طلعت مسعود سره د مشال همکارې ملیحې امیرزاده مرکه کړې ده او په سر کې ېې ترې پوښتنه کړې ده چې د یادې ډلې د جوړیدلو سبب څه دی؟

ځواب: که تاسو تاریخ ته و ګورئ نو طالبان د مختلفو برخو او تنظیمونو په شکل کې مخې ته راغلي دي. اول یوه ډله وي خو چې هغه ناکامه شي یا پرې فشار زیات شي، یا منشتر شي او یا یې په منځ کې درزونه راشي نو بیا هغوی یو بل رنګ او بل حېثیت خپل کړي. نو دا هم د هغه سلسلې یوه برخه ده. تاسو و کتل چې په شمالي وزیرستان کې اپرېشن کېږي او تر هغې وړاندې د دوی خپلمنځي جګړې هم وې، نو په دې لحاظ سره دا هم پخواني خلک دي خو دوی په خپلو کې نوې ملګرتیاوې جوړې کړي دي.

نو ایا دا د تحریک طالبان پاکستان تر منځ کوم خپلمنځي اختلافات وو چې دا ډله جوړه شوه او دغه اختلافات څه وو؟

ځواب: زما په فکر د دوی خپلمنځي اختلافات د قیادت په سر وو. دوی ملا فضل الله کله هم خپل مشر نه و منلی. خو چونکې د مسود قبایلو تر منځ له اوله اختلافات موجود ول، په دې وجه دا وخت دوی مناسب و ګڼله چې دا به زیات ښه وي چې د دوی مشر د مسودو پر ځای بل څوک وي. خو له دې سره په تحریک طالبان پاکستان کې دننه یو زورور درز پېدا شو او تاسو و لیدل چې پاکستان او د پاکستان پوځ ته یې دا ګټه و رسېدله چې په شمالي وزیرستان کې یې عملیات پېل کړل چې اوس هم روان دي او ویل کېږي اتیا فیصده سیمه پوځ په کنټرول کې اخیستې ده.

طلعت مسعود صیب ، ایا د جماعت احرار جوړېدو مانادا ده چې تحریک طالبان پاکستان ډله ختمه شوه؟

ځواب: زه دا خو نه وایم چې دغه ډله ختمه شوه خو نسبتاً کمزورې شوې ضرور ده. که حکومت نور ګامونه پورته نه کړي او په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي انتشار دی او توجه له پوځي اپریشنه اخوا شوې ده نو له هغې سره دوی ګټه ضرور پورته کولی شي.

که د جماعت احرار په حقله راته ووایې چې څومره قوت لري؟

ځواب: د دې خلکو ریکارډ ډېر خراب دی او له دوییه څه تمه نه ده پکار. دوی باید چې کمزوري کړل شي.

ایا جماعت احرار د عراق او شام وسله والې ډلې ای ایس ای ایس نه متاثره ډله ده؟

ځواب: د عراق او شام وسله والې ډلې ته په کتلو سره دوی هم دا سوچ کوي چې د هغو په شان به کامیابي تر لاسه کړي خو د دوی تر منځ ډېر فرق موجود دې دغه شان د پاکستان پوځ هم جدا دی او د شام او عراق حالات هم جدا دي. نو ځکه باید دوی ته دې دا غلطفهمي نه وي چې دوي هم هغه حرکتونه کولې شي کوم چې په عراق او شام کې تر سترګو کیږي.

XS
SM
MD
LG