د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروفیسر اجمل خان له طالبانو ازاد شو


پروفیسر اجمل خان
پروفیسر اجمل خان

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، د اسلامیه کالج پوهنتون تښتول شوی مشر پروفیسر اجمل خان یې له وسله والو خلاص کړی دی.

پېښور: د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، د اسلامیه کالج پوهنتون تښتول شوی مشر پروفیسر اجمل خان یې له وسله والو خلاص کړی دی.

ای اېس پي ار وايي، امنیتي سرتېرو د کارروایۍ پر مهال اجمل خان راخلاص کړ. خو د تحریک طالبان سجنا ډلې ویاند اعظم طارق وايي، دوی بېګا شاوخوا نهه بجې اجمل خان د منځنۍ کورمې په ډوګر سیمه کې انتظامي چارواکو ته وسپاره.

اجمل خان د خوشې کېدو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال غلام غوث خبرې کړې دي او تر یې پوښتلي چې په خوشې کېدو یې څه احساسات دي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG