د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه ووژل شول


د کوټې په جناح سړک په کبیر نومي بلډينګ کې نامالومه وسله والو د يوه خبري آژانس ؛آن لاين؛ بیوروچیف ارشاد مستويي، د هغه خبریال عبدالرسول کوکي او اکاونټينټ محمد يونس درې واړه په ډزو وژلي. او تېښته کې بریالي شوي دي. د خبریالانو د دې وژنې پرضد په ټول پاکستان کې د خبریالانو د اتحاديې لخوا لس ورځنی ویر اعلان شوی دی. تردې وړاندې هم په بلوچستان کې په تېرې يوې لسيزې کې تر پنځه ديرش زیات خبریالان وژل شوي دي.

خبریال عیسی ترین دی چې د ايدهي له کارکوونکو سره د کوټې په سنډيمن روغتون کې په داسې حال کې خبرې کوي، چې ملګری خبریال ارشاد مستويي يې په دفتر کې وژل شوی پروت دی. د کوټې د پولیسو په خبرو دوو تنو وسله والو د جمعرات په ماښام د خبري آژانس آن لاین پر دفتر برید وکړ، او په دغه دفتر کې ناست درې واړه کسان يې وژلي.

په وژل شويو خبریالانو کې د آن لاين خبري آژانس د بلوچستان بیوروچیف ارشاد مستويي، د هغه خبریال عبدالرسول کوکي او د دوی اکاونټينټ محمد یونس دی. چې د ډاکترانو په خبره په سر او سینه کې په مرميو ويشتل شوي، او درې واړو په هم هغه ځای ساه ورکړه.

له پېښې سمدستي وروسته ګڼ خبریالان د کوټې سنډيمن روغتون ته ورسېدل، لومړی يې د سنډيمن روغتون مخې ته احتجاج وکړ او تر هغه وروسته يې د بلوچستان د ګورنر کور مخې هم احتجاجي ناسته وکړه.

د بلوچستان د کورنيو چارو سیکرېټري اکبر حسین دراني احتجاجي خبریالانو ته په خبرو کې وویل، حکومت يې د خبریالانو هرقسم حفاظت ته تیار دی، او هڅه کوي، چې د خبریالانو د ژوند د ژغورلو لپاره هر ممکن کار وکړي.

؛ لومړی خبره دا ده چې دوه کسان راغلي، په ځينو ورختلي، ډزي يې کړې او تللي دي. خو دا کسان خلکو ليدلي هم دي. اوس چې خلکو ليدلي نو دا مالومات باید ضرور له پولیسو سره شريک کړل شي. دوم که په تاسو کې کوم چا ته ورته خطر وي، يا اختار ورکړل شوی وي، يا درکړل کېږي، نو تاسو يې له موږ سره شريکوئ. او موږ له تاسو سره يو؛.

۳۴ کلن ارشاد مستويي له آن لاین خبري آژانس سره سره له يوه شخصي ټيلويزيون آې آر وای سره هم د ايډيټر په توګه کار کاوو، او د بلوچستان د خبریالانو د اتحاديې «بلوچستان يونین اف جرنلسټس» جنرل سیکريټري هم وو. په اې آر وای ټيلويزيون کې د هغه يوه همکار مصطفی ترین په روغتون کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پرون ورځ يې لا ورسره په دفتر کې څو ساعته تېر کړل، او له څو ورځو راهیسې يې د مخ ګونه بدله ښکارېده.

مصطفی ترین زیاتوي.

؛ نن مې لا ورسره خبرې کولې، دی په يوه کوټه کې ناست وو، زه په هغه بله کې. چې له دفتره تلو، نو ماته يې يوه ټوکه هم وکړه، راته يې ویل، لالا! انقلاب راغی؟ ما ورته وخندل ماویل نه... او بیا ولاړ. مخکې به داسې وو، چې هر وخت ږيره تازه خرېيله، خو دا څو ورځې يې ږیره لږ غټه شوې وه. او حجامت يې کړی نه وو. او له څېرې داسې مالومېده، چې خپه دی. خو البته د اختارونو په هکله کله هم موږ ته څه ویلي نه وو؛.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف، د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او يو شمېر نورو سیاستوالو د ارشاد مستويي او د هغه د همکارانو د وژنې په سختو ټکيو کې غندنه کړې او دا برید يې پر آزاد صحافت برید بللی. له دې سره د بلوچستان خبریالانو په تول پاکستان کې د لس ورځني ویر او احتجاجونو اعلان کړی. د بلوچستان د خبریالانو د اتحاديې په خبره په تېره يوه لسیزه کې په دغه صوبه کې تر پنځه دېرش زیات خبریالان په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي، خو تر اوسه يې د هيڅ يوه قاتلين مالوم شوي نه دي. او داسې پر آن لاين خبري آژانس د برید مسوولیت هم د رپوت تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG