د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په بريد کې شپږ کسان وژل شوي


د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز کې د استخباراتو پر دفتر په موټر بم چاودنې کې شپږ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز کې د استخباراتو پر دفتر په موټر بم چاودنې کې شپږ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ کسان ژوبل شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وایي چې يوې ډلې وسله والو کوشش کاوه چې د دي ولايت پر استخباراتې ادارې حمله وکړي خو دوی يې مخه ونيوله. د دوی په خبره د پېښې اکثره قربانيان ولسي وګړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د رياست مشر ډاکتر نجیب الله کامه وال وايي د چاودنې له ځايه دوی ته شپږ مړي وروړل شوي. د هغه په خبره دغلته ګڼ زخميان هم وروړل شوي چې اولسي وګړي او امنيتي کسان پکې شامل دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي مشال راډیو ته که څه هم د بريدکوونکو د شمېر په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونو هغه ټول ترهګر هغه وخت ووژل چې غوښتل يې د امنيت د ادارې ودانۍ ته ورننوځي.

طالبانو رسنيوو سره خبرو کې د بريد زمه واري يا مسوليت منلی.

XS
SM
MD
LG