د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: په نښتو کې درې تنه وژل شوي او تر څلور سوه زیات ټپیان دي


په اسلام اباد کې د نښتو یو عکس
په اسلام اباد کې د نښتو یو عکس

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ ترلږه دوه تنه وژل شوي او د یو څلوېښت پولیسو په ګډون شاوخوا څلور سوه کسان ټپي شوي دي.

اسلام اباد: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ ترلږه درې تنه وژل شوي او د یو څلوېښت پولیسو په ګډون شاوخوا څلور سوه کسان ټپي شوي دي.

دا وژل شوو او ټپي شوو کسانو د شمېر پخلی د اسلام اباد ً پیمزً روغتون مشر ډاکټر جاوید اکرام نن له رسنیو سره په خبرو کې وکړ.

په اسلام اباد کې دا نښتې بېګا ناوخته له هغه وروسته پېل شوې چې د تحریک انصاف مشر عمران خان او د عوامي تحریک مشر طاهرالقادري خپلو پلویانو ته امر وکړ چې د پارلمان له مخې د وزیراعظم د کور مخې ته ولاړ شي.

د وزیراعظم کور دپه داسې سیمه کې دی چې د پولیسو ، رېنجرو او پوځ له خوا یې کلکه امنیتي څارنه کېده او مظاهره چیانو په زور هلته د تللو هڅه وکړه.

عمران خان اوطاهرالقادري پر دې سربېره د پرمخ تلو اعلان وکړ چې حکومت د داسې نه کولو خبرداری ورکړی وو.

په اسلام اباد کې د پارلیمان په شاوخوا کې د عمران خان او طاهرالقادري په مشرۍ کې د قهرجنو مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ اړی ګوړی دوام لري.

پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د اګست له څوارلسمې نېټې راهسې د حکومت پر ضد احتجاج کوي.

د عمران خان او طاهرالقادري له حکومت سره د خبرو اترو یو شمېر پړاونه له هغه وروسته ناکامه شو چې حکومت د وزیراعظم له استعفی انکار وکړ.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر پرویز رشید نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دوی د عمران خان او طاهرالقادري هغه ټولې غوښتنې منلې وې چې د ملک آیین یې اجازه ورکوي.

خو عمران خان او طاهرالقادري اعلان کړی دی چې تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکوي تر څو چې وزیراعظم نواز شریف استعفی نه وي ورکړې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG