کراچۍ: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک د پلویانو له پولیسو سره د نښتو په غبرګون کې تحریک انصاف نن په کراچۍ کې هړتال اعلان کړی دی.
بل پلو متحده قومي موومنټ هم په اسلام اباد کې د روان اړي ګوړي له کبله په کراچۍ کې د ویر لمانځلو اعلان کړی دی.
د تحریک انصاف او متحده قومي موومنټ له خوا د هړتال او ویر تر اعلانونو وروسته نن د پاکستان تر ټولو په دې لوی ښار کراچۍ کې زیاتره بازارونه تړلي دي.
د کراچۍ پښتنو کاروباریانو له مشال راډیو سره په خبرو کې پر عمران خان ، طاهرالقادري او متحده قومي موومنټ نیوکې وکړې.
دوی وویل چې احتجاج په اسلام اباد کې دی او کاروبارونه په کراچۍ کې تړل کېږي د کوم له کبله چې په ځانګړې توګه پښتنو ته زیات زیان رسېږي.
د پاکستان کراچۍ هغه ښار دی چیري چې د نور کاروبار تر څنګ د ټرانسپورټ لویه برخه د پښتنو ده.