د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي وي ودانۍ له بلوه ګرو خالي کړل شوه


د سرکاري ټلویزیون له ودانۍ بلوه ګر واېستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د سرکاري ټلویزیون له ودانۍ بلوه ګر واېستل شول

د عمران خان او طاهرالقادري دې پلوي مظاهره چیانو شاوخوا یوولس بجې د پي ټي وي پر ودانۍ برید وکړ او خپرونې یې بندې کړې.

په اسلام اباد کې د پاکستاني حکومت پر ضد احتجاجیان د سرکاري ټلویزیون له ودانۍ اېستل شوي دي.

د عمران خان او طاهرالقادري دې پلوي مظاهره چیانو شاوخوا یوولس بجې د پي ټي وي پر ودانۍ برید وکړ او خپرونې یې بندې کړې.

د تحریک انصاف مشر عمران خان او د عوامي تحریک مشر طاهرالقادري وايي، تر هغه وخته به احتجاج کوي چې د دوی په وینا ، وزیراعظم نواز شریف استعفا نه وي ورکړې.

بل پلو د پاکستان سرکاري راډیو پر وېبپاڼه راغلي چې د نوازشریف په مشرۍ شوې ناسته کې د سېشنبې په ورځ د پارلمان ګډې غونډې راغوښتلو اعلان شوی دی.

د اسلام اباد پولیسو نوي ټاکل شوي مشر عصمت الله جونیجو نن «دوشنبه» خبریالانو ته وویل چې دوی به سبا د پارلمان غونډې ساتنه کوي.

«موږ به دا باوري کوو چې له امنیت ساتنې سر غړونه ونه شي. که موږ وګورو نورو په تېرو شلو کالو کې ډېر احتجاجونه او مسلې رامنځ ته شوې دي خو چاته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د وزیراعظم د کور امنیت تر پښو لاندې کړي او هلته احتجاج وکړي. حکومت پرېکړه کړېده چې له طاقته به تر ضرورت زیات کار نه اخیستل کېږي»

دا له هغه وروسته ده د یکشنبې په ورځ پاکستاني پوځ په راولپنډۍ کې تر یو مهمه غونډه وروسته پر حکومت او احتجاج کوونکو ګوندونو ږغ وکړ چې په سوله ییزه توګه روان کړکېچ پای ته ورسوي.

د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملک امنیت ساتل د پوځ دنده ده.

XS
SM
MD
LG