د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نواز شریف دې د ګوتو په شمېر خلکو ته نه ماتېږي'


 د پیپلز ګوند یو مرکزي مشر سېنېټر اعتزاز حسن
د پیپلز ګوند یو مرکزي مشر سېنېټر اعتزاز حسن

د قادري او عمران پلویان په وسلو سمبال دي، هغوی له ځان سره کوتکې، مېخټومبلي سوټیان، غولېلونه، وسپینه پرېکوونکي اوزارونه راخیستي، دا اوزارنه نه بلکې درستې او وسلې دي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک د احتجاجونو په ترڅ کې په پاکستان کې د رامنځ ته شوي اوسني سیاسي کړکېچ په باب د پارلمان رابلل شوې ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د پیپلز ګوند یو مرکزي مشر سېنېټر اعتزاز حسن د عمران او قادري لاریونونه او د منتخیب وزیر اعظم استعفا غوښتنه عیر اییني وبلله.

نوموړي پر عمران او قادري تور پور کړی چې په روانه لانجه کې پوځ ښکېلول غواړي.

ده وویل که که فرضا وزیر اعظم استعفا ورکوي نو وړې صوبې به څه کوي، د هغوی اعلا وزیر خو خپله اسبملۍ نشي ماتولای. نو په دې کې د وړو صوبو څه قصور دی.

اعتزاز حسن وویل چې عمران خان وايي چې د برتانییا وزیر اعظم دفتر مخې ته هم خلک لاریونونه او مظاهرې کوي نو ولې بیا دلته په اسلام اباد کې پر مظاهره چیانو پولیس له تشدده کار واخیست. دی زیاتوي چې د برتانیا وزیر اعظم دفتر مخې ته او نه هم په دنیا کې د هېڅ یوه بل منتخیب ولسمشر او وزیر اعظم دفتر مخې ته په وسلو سمبال مظاهره چیان نشي تلای.

د قادري او عمران پلویان په وسلو سمبال دي، هغوی له ځان سره کوتکې، مېخټومبلي سوټیان، غولېلونه، وسپینه پرېکوونکي اوزارونه راخیستي، دا اوزارنه نه بلکې درستې او وسلې دي.

دا د کوم ځای انصاف دی چې ماشومان او ښځې د ډال په توګه د خپلې مظاهرې مخ کې روانه وي، خپله شا ته ول او ماشومان او ښځې یې د ډال په توګه وکارول.

۱۹۹۲په اتلسم نومبر ۱۹۹۲م کال په اېف اېټ اسلام اباد کې د یوې مظاهرې پر مهال د پاکستان پیپلز ګوند مشره بې نظیر بوټو د خپلو ملګرو مخ مخ کې روانه وه، د پولیس په حمله کې اول کوتک د هغې پر سر ولګېدلو، اول کاڼۍ خپله د اعتزاز حسن پر خېټه لګېدلی دی. د ماشومانو او مېرمنو وړاندې کولو څه مقصد وو؟

اعتزاز حسن وویل، «عمران او قادري خپله په بنکرو یا کنټنېرو کې پټ ول»

نوموړي پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې د درېیم امپایېر «څارونکي» ذکر کېږي. دا په لوی لاس پوځ په دې لانجه کې ښکېلول دی.

اعتزاز حسن وویل چې وزیر اعظم ته د مخالف ګوندونو لخوا ډاډ درکوي چې بهر ولاړ د ګوتو په شمېر ولاړو خلکو ته دې ټینګ ودري او استعفا دې نه ورکوي.

خو ده وویل چې کله وزیر اعظم له دې امتحانه بریالی وخېژي بیا تر ایین او قانون لاندې د ده خلاف خپل مزاحمت جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG