د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د پولیو نوې پېښې، حکومت د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې


پېښور - له قبایلي سیمو د ګوزڼ ناروغۍ درو نویو پېښو تر ثبتېدو یا رجسټر کېدو وروسته، په اسلام اباد کې د روغتیا نړیوالې ادارې، یونیسېف او پاکستان حکومت غونډه کړې ده چې پکې له ټول پاکستانه او په ځانګړي ډول له قبایلي سیمو د پولیو د ناروغۍ وایرس ختمولو په اړه خبرې وشوې.

هلته په پېښور کې د قبایلي سیمو د چارو دفتر – فاټا سېکرېټرېټ – وايي، په قبایلي سیمو کې د پولیو وایرس ختمولو ته خصوصي توجه ورکوي.

د پاکستان روغتیايي چارو ملي یا قامي اداره اېن ای اېچ وايي، په قبایلي سیمې خیبر کې د ګوزڼ دوو نویو پېښو او په جنوبي وزیرستان کې د یوې پخلی شوی دی.

د ادارې په وینا، له دې نویو کېسونو سره روان کال (۲۰۱۴ز) په پاکستان کې د پولیو مریضانو شمېر ۱۲۲ ته رسېدلی دی.

د فاټا سېکرېټرېټ ویاند فضل الله وايي، د پولیو ختمولو لپاره دوی په قبایلي سیمو کې هڅې ګړندۍ کړې دي: ((زموږ پولیټیکل انتظامیه، فاټا سېکرېټرېټ او اېجنسي سرجنان کوشش کوي چې هغو سیمو ته د پولیو [مخنیوي] څاڅکي ورسوي چې ورته رسايي نشته. پر دې برسېره، د حکومت دا هم کوشش دی چې کومو خلکو د پولیو [مخنیوي] پر څاڅکو پابندي لګولې ده، هغوی له جرګې او نورو لارو قانع کړي چې پولیو [ناروغي] د ماشومانو لپاره زهر دی.))

د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو نړیوالې ادارې – یونیسېف – په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پولیو ناروغۍ ختمولو د کاري ډلې مشر ډاکتر بلال وايي، په قبایلي سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکو په ورکولو کې تر ټولو لوی خنډ ناامني ده: ((زه اوس د یوه [لوړ کچ] له [غونډې] راغلم چې پکې موږ له فاټا د پولیو د ختمون په اړه خبرې وکړې. د پولیو کېسونه له شمالي او جنوبي وزیرستان او د خیبر اېجنسۍ له ځینو برخو مخې ته راځي. دا هغه سیمې دي چې ورته د پولیو ټیمونه نشي تللای. د فاټا په هغو سیمو کې د پولیو کېسونه مخې ته راځي چې ناامنه دي.))

ډاکتر بلال زیاتوي، له شمالي وزیرستانه د بې کوره کړل شویو خلکو د خیبر پښتونخوا برخو ته له ورتګ سره د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو وېره ده.

پر دې موضوع مو چې د خیبر پښتونخوا د روغتیا له وزیر شاهرام خان ترکي سره خبرې وکړې، نو ده وویل: ((له قبایلي سیمو چې خلک راځي یا راغلي دي، هغوی ته موږ پر لارو چیک پواینټس جوړ کړي دي او هلته موږ هر کس ته د پولیو [مخنیوي] څاڅکي ورکوو. تر ټولو غټ خطر خیبر پښتونخوا ته دی ځکه چې موږ له فاټا سره پوله لرو، خو موږ کوشش کوو چې د پولیو [رنځ] په مکمله توګه ختم کړو.))

د سرکاري شمېر تر مخه، روان کال (۲۰۱۴ز) په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ ۸۹ پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۶۱ ناروغان د شمالي وزیرستان، ۱۷ د خیبر اېجنسۍ او اته د جنوبي وزیرستان دي.

XS
SM
MD
LG