د لاسرسي ځای

تازه خبر

“جنسي تیری کوونکو کې دي اعدام شي”


تيره اوونۍ چې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ اړوند سيمه کې په يو شمير ښځو څو تنو ډله ييز جنسي تيری کړی و او عاملين يې نيول شوي وو، تر اوسه ورته سزا نه ده اورل شوې.

تيره اوونۍ چې د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ اړوند سيمه کې په يو شمير ښځو څو تنو ډله ييز جنسي تيری کړی و او عاملين يې نيول شوي وو، تر اوسه ورته سزا نه ده اورل شوې.

په همدې اړه په کابل سربيره يو شمير نورو ولایتونو کې لاريونونه وشول او د پيښې عاملينو ته سختې سزاګانې وغوښتل شوې. په ننګرهار کې هم د ځوانانو د يو شمير مدني ټولنو غړو د شنبې په ورځ لاريون وکړ او له دولت او قضايي ادارو نه يې وغوښتل چې مجرمينو سخته سزا ورکړي.


د اخلاقي او جنايي جرمونو په ضد دغه لاريون د ننګرهار د ځوانانو د امريت له اړخه تر سره شو چې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار د يو شمير نورو ولسواليو د ځوانانو مدني ټولنو غړو په کې ګډون کړی و.

لاريون کوونکي د ځوانانو چارو له امريت نه راووتل، د پيښتونستان واټ کې تم شول او د پغمان د پيښې په اړه يې د عدالت د تامينولو نارې وهلې.

« عدالت غواړو، غواړو.....
د قانون حاکميت غواړو، غواړو.....
د شريعت غواړو، غواړو.....

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي له دولت نه وغوښتل د يادې پيښې عاملينو ته دې سخته ورکړي. نوموړي وويل:

« د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ کې چې په ښځينه وو باندې جنسي تيری شوی دی، د دغو اشخاصو په علني شکل باندې د اعدام غوښتنه کوو. زموږ غوښتنه له دولت نه، زموږ غوښتنه د عدلي او قضايي ارګانونو نه دا ده چې دغه ډول اشخاص د اعمالو په سزا باندې ورسول شي.»

په دغه لاريون کې د يو شمير ولسواليو د ځوانانو شوراګانو هم ګډون کړی و. د خيوې ولسوالۍ د ځوانانو شورا استازي اسلم اميد له مشال راډيو سره په خبرو کې له دولت نه غوښته وکړه چې د پغمان د پيښې عاملين دې د خپلو عملونو په سزا ورسول شي.

« دغه پيښه چې د پغمان په ولسوالۍ کې شوې د ټول افغانستان د ولس لپاره يو نه جبرانيدونکي او شرمنده پيښه ده چې د افغاسنتان ټول ولس يې غندي. موږ له دولت نه غواړو چې دا کوم عاملين چې نيول شوي، د قانون په رڼا کې دې په جزا ورسول شي.»

د ځوانانو د مدني ټولنې يو تن فعال عبدالرحمن معاون مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، که د پيښې عاملينو ته ژر تر ژره سزا ور نه کړل شي، دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.

« غوښته دا کوو چې که دغه عاملين په جزا ونه رسول شول، دې نه لوی لوی لاريون به په ننګرهار کې کوو او زموږ دويم لاريون به دا وي چې موږ به د د کابل او جلال اباد لاره په درونټه کې بندوو.»

ياده دې وي چې تيره اونۍ د کابل ولايت پغمان ولسوالۍ اړوند سيمه کې يو شمير ښځې د واده له مراسمو نه د راستنيدو په حال کې وې چې يو شمير کسانو يې مخه نيولې وه، په ړومبۍ سر کې يې ترينه زيورات او نغدې پیسې اخيستې وې او بيا يې په ډله ايزه توګه يو شمير ښځو سره جنسي تيری کړی و.

د پيښې له مجرمانو څخه يې شپږ تنه د کابل امنيه قوماندانۍ نيولي چې لا تر اوسه ورته سزا نه ده اورول شوې.

د ننګرهار ځوانان که له يوه پلوه له حکومت او قضايي ادارو نه مجرمينو ته د سختې سزا غوښتنه کوي، له بله پلوه په ختيځ د بشر د حقونو خپلواک کميسيون او د علماوو شورا څخه جدي غوښتنه کوي چې د يادې پيښې په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.


XS
SM
MD
LG