د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سېلاوونو ۱۸۰ کسان وژلي دي


اسلام اباد - په پاکستان کې د سېلاوونو او ځمکښوېدنې له امله د مړو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د زیات باران له کبله د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان ځپل شوي خو تر ټولو زیات زیان په پنجاب صوبه کې اوښتی دی.

پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د یکشنبې په ورځ د پنجاب په سیالکوټ کې د سېلاو ځپلو د حالت تر لیدو وروسته، خبریالانو ته وویل:

((په داسې هېواد کې چې له یوې خوا په پاکستان کې باران او سېلاو تباهي خپره کړې، نو له بلې خوا د دې هېواد هغه دښمنان چې د پاکستان پرمختګ نشي زغملای، په احتجاجونو لاس پورې کړی دی. زه له ولسه غواړم چې دوی ته د دې ډول احتجاجونو اجازه ورنکړي، او دوی ورټي.))

نوازشریف وویل، د پاکستاني پوځ په ګډون یو شمېر حکومتي او ناحکومتي ادارو له سېلاو ځپلو سره مرستې پیل کړې دي.

ده زیاته کړه، حکومت به د سېلاو له اغېزمنو هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

چارواکي وايي، په پنجاب کې په ځېنو سیمو کې، په تېرو دوو لسیزو کې دومره لوی سېلاو نه دی راغلی.

د موسمیاتو اداره وايي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د پنجاب په ځینو سیمو او د خیبر پښتونخوا په ځینو ښارونو کې د باران امکان دی.

XS
SM
MD
LG