د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پر سمندري ځواک برید پر شا تمبول شوی


کارپوهه توصیف احمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له تېرو څلورو پنځو کلونو راهسې په کراچۍ کې وسله والې ډلې پیاوړې شوې دي او له ځایي وسله والو ډلو سره یې اړیکې ټینګې شوې دي

د پاکستان سمندري ځواک چارواکي وایي، په کراچۍ ښار کې یې د دغه ځواک پر یوه اډه ډاکیارډ شوې حمله پر شا تمبولې. دوی په خپله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په برید کې یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ژوبل دي، او زیاتوي چې دوه حمله کونکي یې وژلي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.

د پاکستان سمندري ځواک استخباراتي څانګې یوه چارواکي نن سهار «سېشنبه» مشال راډیو ته وویل، برید د خالي او یکشنبې پر منځنۍ شپه شوی دی.

د نوموړي په وینا حمله کونکو د سمندري ځواک وردۍ «درېشي« اغوستې وې چې تر دوو ګنټو له عسکرو سره له ډغرې پس وژل شوي او نیول شوي دي.

وژل شوی سرتېری د سمندري ځواک د ځانګړو قطعاتو «اېس اېس جي» کمانډو و.

په کراچۍ کې سږ کال په جون میاشت کې پر جناح نړۍوال هوایي ډګر باندې هم وسله والو یوه لویه حمله کړې وه.

شنونکي د کراچۍ پر مهمه ځایونه د وسله والو بریدونه په وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو غبرګون ښيي.

کارپوهه توصیف احمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له تېرو څلورو پنځو کلونو راهسې په کراچۍ کې وسله والې ډلې پیاوړې شوې دي او له ځایي وسله والو ډلو سره یې اړیکې ټینګې شوې دي:

« که د چودري اسلم د وژنې طریقې ته وګورو، یا په مهران ايئربېس حملې ته دغه شان د کراچۍ په هوایي اډه حمله او یا هم همدا اوس په ډاک یارډ حملې ته که وکتل شي، نو دا د دې ثبوتونه دي چې دغه وسله وال لا هم په کراچۍ کې ښه پیاوړي دي»

د ډاکټر توصیف احمدخان په خبره په کراچۍ روانو عملیاتو هم وسله والو عناصرو ته زیان نه دی رسولی او هغوی چې په کراچۍ کې کوم ځای او کوم وخت کې وغواړي کاروایي کولئ شي.

د یادې حمله پړه نه خو تراوسه هېڅ یوې ډلې پر غاړه اخیستې او نه هم چارواکو په دې کې د ککړو عناصرو په اړه څه ویلي دي.

چارواکي زیاتوي چې له نیول شویو کسانو پلټنې روانې دي.

په کراچۍ کې د ډاکیارډ په نامه د سمندري ځواک اډه یوه له مهمو پوځي هغو ګڼل کېږي. دا اډه د سمندر په غاړه موقیعت لري او د پوځي سمندري بېړیو او اوبتلونو د بیارغونې لپاره کارول کېږي.

یاده دې وي په ۲۰۱۱ کال کې هم وسله والو د پاکستان سمندري ځواک پر اډه مهران ایېر بېس باندې حمله کې چې تر اتلسو ګنټو روانه وه، ۱۰ کسه وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG