د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې اصلاحات ولې نه راځي؟


موږ له تېرو شاوخوا څو کلونو راهیسې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه اورو. په دې ترځ کې په پاکستان کې بېلا بېلې کمېټۍ او کاري ډلې لکه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو کمېټي، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د سیاسي ګوندونو ګډه کمېټي،د قبایلي سیمو د همغږۍ کمېټي

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

موږ له تېرو شاوخوا څو کلونو راهیسې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه اورو. په دې ترځ کې په پاکستان کې بېلا بېلې کمېټۍ او کاري ډلې لکه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو کمېټي، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د سیاسي ګوندونو ګډه کمېټي، د قبایلي سیمو د همغږۍ کمېټي او بیا روان کال په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو د کمېشن په نوم یوه کاري ډله جوړه شوې ده چې غونډې هم کوي او د قبایلي سیمو په نظام کې د اصلاحاتو هڅې هم کوي.

خو تر اوسه دا نه ده مالومه شوې چې دا ټولې کاري ډلې تر کومه حده په خپل کار کې بریالۍ شوې دي. همداراز، په نننۍ خپرونه کې به پر دې هم ځان پوهوو چې د دې بېلا بېلو ټیمونو جوړول څه مانا لري؟ او ولې یوه ډله د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره نه جوړېږي؟

په خپرونه کې درې مېلمانه لرو. لومړی مېلمه پوهاند ډاکتر اعجاز خټک دی. دی په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې استاد دی او د دې مشر هم پاتې شوی دی.

زموږ دویم مېلمه اکبر هوتي دی. دی قانون پوه دی او د قبایلي سیمو قانوني چارې څېړي.

زموږ درېیمه مېلمنه مسرت قدیم نومېږي. نوموړې د قبایلي سیمو لپاره د خیبر پښتونخوا د ګورنر جوړ کړل شوي کمېشن غړې ده.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG