د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: ګوزڼ څاڅکو ورکونکو باندې برید، یو تن مړ


د روغتیا نړۍواله اداره وايي، په پاکستان او پتېره پښتونخوا کې د ګوزڼ وایروس لا هم له بېخه نه دی وتلی چې له کبله یې اوس هم په دغو سیمو کې لسګونه ماشومان ناروغه کړي دي.

د باجوړ پوليټکل چارواکي وايي، چې نن«شورو ورځ» د دغې ايجنسۍ په ډمه ډوله سيمه کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکو ورکوونکو پر یوې ډلې د وسله والو په برید کې د لېوي یو سرتېری وژل شوی دی.

د مشال راډیو خبریال د روغتیا چارواکو له خولې وايي، چې په باجوړ قبايلي سيمه کي د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنی کمپاین چې د نهې ورځ پیل شوی دی ، له ددې پېښې وروستو به هم جاري وي.

تر دې مخکې همد دغه سیمې په ګډون د پښتونخوا په لربر کې بیا بیا ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو ورکوونکو ډلو باندې وسله وال بریدونه کوي. چې اکثره یې پړه په تحریک طالبان پاکستان پورې تړلي وسله وال پر غاړه اخلي.

د روغتیا نړۍواله اداره وايي، په پاکستان او پتېره پښتونخوا کې د ګوزڼ وایروس لا هم له بېخه نه دی وتلی چې له کبله یې اوس هم په دغو سیمو کې لسګونه ماشومان ناروغه کړي دي.

هغه ماشومان چې د ګوزڼ وایروس ضد واکسین یې نه وي وهلی، هغوی ته ګوزڼ لګېږي، او کله چې ماشوم په ګوزڼ اخته شي، له هغه وروسته یې پښې شل او له کاره ووځي او بیا ټول عمر له کړاوه ډک ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG