د پښتنو نامتو سیاستوال ملک امان کاسي له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ملک امان کاسي د کورنۍ غړي وايي، کاسي نن د زیارت په ورځ په کابل کې د زړه د دورې له امله ساه ورکړه. نوموړی هلته د پښتنو او بلوڅو ملي ورځې لمانځلو لپاره ته تللی وو.
اته شپېته کلن کاسي په ټول ژوند احمدشاهي افغانستان منلو، او د همدې نظر لپاره يې ټول عمر کار کاوو، او د خپل ژوند یوه برخه د خپل دې سیاسي دریځ له کبله د پاکستان په زندانونو کې تېره کړې.
د ملک امان کاسي د جنازې مراسم به سبا د جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزيي کې ترسره کېږي.
د مشال راډيو له خبریال خدای نور ناصر سره د ملک امان کاسي وروستۍ مرکه دلته واورئ