د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کاسی هېچا هم له خپله هدفه لرې نه کړ'


 سیاستوال ملک امان کاسي
سیاستوال ملک امان کاسي

ښاغلی کاسی چې د خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان او خان شهيد له نيژدې ملګرو او لارويانو څخه وو، ټول ژوند يې د پښتنو، بلوڅو او نورو محکومو قامونو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

په کوټه کې مېشت د احمدشاهي افغانستان نظريې يو مبارز سیاستوال ملک امان کاسي مړی د جمعې په ماسپښين د افغانستان حکومت په يوه ځانګړې الوتکه کې کوټې ته ورسولی. ملک امان کاسي چې د افغانستان د سرحداتو او قبایلي چارو وزارت په بلنه د پښتنو او بلوڅو د ملي پيوستون د ورځې په لمانځغونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی وو هم هلته يې د زیارت «پنجشنبې» پر ورځ د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

ښاغلی کاسی چې د خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان او خان شهيد له نيژدې ملګرو او لارويانو څخه وو، ټول ژوند يې د پښتنو، بلوڅو او نورو محکومو قامونو لپاره په مبارزه کې تېر کړ. نوموړی د پاکستاني سیاست يو له سختو مخالفينو څخه وو، او په کوټه کې د ډيورنډکرښې يو تر ټولو لوی او سخت مخالف وو. د ملک امان کاسي نيژدې ملګري او پلویان وايي، د نوموړي د ژوند تر ټولو لوی ارمان د تقسيم وطن يو واري بیا يو ځاي کېدل وو. يوه مياشت وړاندې له مشال راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ملک امان کاسي د پاکستان مېشته پښتنو په هکله څه داسې څرګندونې کړې وې.

؛ د پښتنو ايينده ماته ډېره خطرناکه ښکاري. او هغه ځکه چې دوی د دې وطن د ملکيت دعوه نه کوي. موږ يو سل شل کاله جدوجهد کړی دی. د خپلي ازادۍ لپاره خو موږ تر اوسه پورې دا خبره نه ده کړې چې پښتون څه غواړي. آيا باچاخان دا ویلي وو، چې زه ډيورنډکرښه نه منم؟ آیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا ویلي دي چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ آيا اسفندیار خان دا ویلي دي چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ تر څو پورې چې د پښتنو مشرانو دا خبره نه وي کړې دې قام ته او دا قام يې په ځان پسې کړی نه وي، دېرش لکه پښتانه مړي دي، دېرش لکه به نور مري؛.

په سوات کې مېشت سیاستوال او د ملک امان کاسي يو نيژدې ملګری افضل خان لالا وايي، ملک امان کاسي يو هغه پښتون سیاستوال وو، چې په هيڅ فشار يا لالچ هغه چا له خپل هدف او مرام څخه اړولای نه شوای. افضل خان لالا له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، د ملک امان کاسي مړينې ټول پښتون قام او سیاستوال غمجن کړي خو تر ټولو زیات يې په مړينه دوي خفه او خواښيني دي.

؛ د طالب علمۍ له وخته چې د هغه کوم هدف وو، په هغه باندې کلک ولاړ وو. او هيچا هغه له خپل هدف څخه اړولای نه شوای. خدای بخښلي ملک امان کاسي خپل کار کاوو او خپل کار يې کړی دی؛.

اته شپېته کلن ملک امان کاسی په پاکستان کې مېشت يو له هغو سیاستوالو څخه وو، چې کله يې هم د پاکستان کومې وظیفې ته غاړه نه کښېښوده، او ټول عمر يې د پاکستاني سیاست خلاف تېر کړ. د ملک امان کاسي د جنازې مراسم به هم د جمعې په ماځيګر په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزيي کوټې کې ترسره کېږي او هم هلته به خاورو ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG