د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپين وام : په ملیشه ځواکونو برید ۳ مړه ۲ ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د شمالي وزیرستان په سپين وام سیمه کې پر حکومتي ځواکونو په یو راکټي برید کې درې سرتیري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. په سیمه کې ځايي خلکو او حکومتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا برید تیره شپه ناوخته د ملیشه ځواکونو په کلا باندې ترسره شوی دی.

دسیمې خلک وايي د نږدې غرونو نه په پرله پسې توګه د ملیشه ځواکونو په کلا باندې توغندي وداغل شول. دوی وايي امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې چې له امله یې په خلکو کې ویره ترهه خوره شوه.

دسپین وام د ځینو سیمو نه ځايي خلکو وار له مخې د کډو ویستل پیل کړي دي، دوی هم د شمالي وزیرستان د نورو برخو د خلکو په څیر بنو ته مخه کړې ده.

په سپين وام شمالي وزیرستان کې په ملیشه ځواکونو د ترسره شوي برید پړه انصارالمجاهدین په نوم وسله والې ډلې قبوله کړې ده .دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې پاکستاني طالبان وخت په وخت په حکومتي ودانیو بریدونه کوي. دپاکستان پوځ هم په سیمه کې له تیرې یوې مودې راهیسې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي دي.

بل پلو پنجابي طالبانو پاکستان کې د هر قسمه وسله والو فعالیتونو د ختمولو اعلان کړی دی. دغه ادعا تېره ورځ د تحرېک طالبان پنجاب مشر عصمت الله معاوېه میډیا ته لیږل شوې وېډېويي او لیکلي پېغام کې کړي ده.

په دغه ویډیو کې ویل شوي: په قباییلي سیمو کې مېشت طالبان او حکومت دې هم د خبرو اترو د لارې مسئلې هوارې کړي، او د شمالي وزیرستان د بې کوره شويو سره د مرستو غوښتنه یې هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG