د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: عدالت ۱۰۰ مظاهره چیان زندان ته واستول


په اسلام اباد کې مظاهره چیان
په اسلام اباد کې مظاهره چیان

د پاکستان یو عدالت د حکومت خلاف په مظاهرو کې څه نا څه سل کسان د دوو اونیو لپاره جیل ته لیږلي. بلخوا پرون په اسلام اباد کې مظاهرچیانو دعدالت مخې ته د دغه فیصلې خلاف مظاهره کړې ده.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک لخوا د حکومت خلاف احتجاج دوام لري. عمران خان او طاهرالقادري وایي په تیرو انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي، او باید وزیراعظم مستعفي شي.

بلخوا د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثار پرون په یو خبري کنفرنس کې وویل، دوی یوازې هغه کسان نیولي دي، چې د پاکستان د سرکاري ټیلي ویژن په ودانی او په پارلمان په حملو کې ککړ دي. چودري نثار د هغو کسانو عکسونه هم وښودل چې د پي ټي وي په دفتر یې حمله کړي وه، او دغه ودانۍ ته داخل شوي وو. نوموړی وایي د نورو هغو کسانو د نیولو لپاره هم پلټنې روانې دي، چې په اسلام اباد کې یې سرکاري ودانیو ته زیان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG