د لاسرسي ځای

تازه خبر

​ننګرهاريان د ټاکنو پايلې غواړي


د ننګرهار ځوانان
د ننګرهار ځوانان



په ننګرهار کې د افغان ځوانانو ملي ټولنې د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمیسيون غږ وکړ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او د خلکو انديښنو ته دې د پای ټکي کيږدي.

د غه غونډه چې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په تالار کې د اتوار په ورځ تر سره شوه، د افغان ځوانانو ملي ټولنې ورته د دغه ولايت د يو شمير مدني ټولنو فعالان، قومي مشران او د ولايتي شورا يو شمير غړي وربللي وو.


د يادې ټولنې ویاند عبدالکريم ناصري مشال راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کميسیون غږ وکړ چې د ټاکنو پايلې اعلان کړي او ولس له انديښنو څخه راوباسي نوموړي وويل:


« دغه اوسني ټاکنيز بهير ډير اوږد شو، په هره برخه کې خلک په تشویش کې دي، سوداګرو خپلې سرمايي بهر ته انتقال کړي دي، دا ستونزې موجودي دي، په دې موخه موږ دا غونډه ونيوله ،چې د ټاکنو په کميسيون غږ وکړو ورنه غوښتنه وکړو چې د تاکڼو پايلې دې ژر تر ژره اعلان کړي او نور دې دغه مظلوم ولس نه ځوروي او نور دې په تمه کې نه پريږدي.»

د ننګرهار ولايتي شورا غړې، نيلوفر عزيزي مشال راډيو سره په خبرو کې د ټاکنو او شکايتونو له کميسيونونو وغوښتل چې د وګړو د ارامتیا په خاطر دې د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.


« هيله مې داده ، د ټاکنو له کميسيون نه، له شکاياتو له کميسيون نه چې که دوی د افغانستان ارامتيا د افغانستان د وګړو ارامتيا غواړي د هر هغه چا چې ولوکه يوه رايه هم زياته وي، هغه دې ژر تر ژره اعلان کړي تر څو چې افغانستان خوندي اوسي، د افغانستان وګړي خوندي اوسي، او د افغانستان ټوکيدلي ځوانان او ماشومان په ارامه فضا کې ژوند وکړي.»

په ختيځ زون کې د مدني ټولنو د انسجام مشر عبدالطیف مل د بد امنيو د پيښو د زیاتوالي لوی لامل د ټاکنو ځنډني بهير په ګوته کوي. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

«په اقتصادي لحاظ، په امنيتي لحاظ، حتی په رواني لحاظ افغانان د ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، له نيمايي نه زیات ولایتونو په ناامني، کې ښکيل دي، هره ورځ په سلګونه امنيتي ځواکونه ژوند له لاسه ورکوي. په لسګونو بې ګنا افغانان مړه کيږي، دا ټول د دې انتخاباتو د پايلو څنډ او خنډ دی، نو هیله ده چې ژر تر ژره دا وروستۍ پايله اعلان شي، او دغه ناروين او دغه بد حالت پای ته ورسيږي.»

یاده دې وې چې د تيرو دوه مياشتو راهيسې د افغانستان د ټاکنو بهير له ځنډ سره مخ شوی، اوس چې د رايو د تفتيش مرحله هم پای ته رسيدلې د ننګرهار په ګډون د افغانستان د بيلابیلو ولايتونو خلکو د ټاکنو د پايلو غوښتنې په بیا بیا کړي دي.








XS
SM
MD
LG