د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بي بي سي ژورنالزم ښوونځي اېډیټره نجیبه لېمه مو مېلمنه ده


د بي بي سي ژورنالزم ښوونځي اېډیټره نجیبه لېمه
د بي بي سي ژورنالزم ښوونځي اېډیټره نجیبه لېمه

نجیبه لېمه د افغانستان له کندهاره ده، چې له تېرو ۲۲ کلونو راهسیې د بي بي سي له جهاني راډيو سره ژورنالیسته ده.

نجیبه لېمه د بي بي سي لندن په جهاني راډيو کې د ژورنالزم ښوونځي اېډيټره ده. دغه ښوونځی په ګڼو ژبو کې وېبسایټونه لري چې د هرې ژبې ژورنالیسټ ترې خپلې مسلکې ګټې پورته کوي. د نجیبې لېمې په خبره ؛ژورنالزم ښوونځی؛ له یو ژورنالیسټ سره په دې کې مرسته کوي چې هغوی په خبر، راپور، فیچر جوړولو او مرکو او بحثونو کې څنګه ژبه وکاروي چې د ټولنې لویه برخه پرې پوه شي.

د بي بي سي ژورنالزم ښوونځي اېډیټرې نجیبې لېمې سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نجیبه لېمه د افغانستان له کندهاره ده، چې له تېرو ۲۲ کلونو راهسیې د بي بي سي له جهاني راډيو سره ژورنالیسته ده. هغه نه یوازې د بي بي سي پښتو څانګې ځانګړې خبریاله اوسېدلې بلکې له فارسي او روسي څانګو سره یې هم خپلې مسلکي چارې ترسره کړې. لېمه د ماشومانو لپاره لنډې کیسې هم لیکي او له مسکوه یې په ژورنالیزم کې ماسټري کړې.

په «سروی» خپرونه کې راسره مېلمنه ده چې کوربنه یې ملیحه امیر زاده ده

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG