د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او فاټا کې ۱۳ نور ماشومان ګوزڼ وهلي


په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ دیارلس نوي کېسونه مخې ته راغلي چې دا راز په دې هېواد کې د ګوزڼ وهلو شمېر ۱۵۸ ته ورسید.

د روغیتا قامي ادارې چارواکو پرون «نهې ورځ» مشال راډیو ته وویل چې د ګوزڼ دغه نوي کیسونه زیاتره په قبایلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې رامنځ ته شوي دي.

د ګوزڼ رنځ مخنیوي په لړ کې د وزیراعظم څارنې ادارې یو چارواکي وايي چې په دې نوي کیسونو کې اووه په قبایلي سیمه، درې په خېبر پښتونخوا او یو، یو په پنجاب، سند او بلوچستان صوبو کې رجسټر شوي دي.

دغه چارواکي دا هم ويلي چې په ۲۰۱۲م کال کې د ګوزڼ ۵۸ کېسونه مخې ته راغلي ول چې په ۲۰۱۳م کال کې دا شمېره ۹۳ تنو ته ورسېدله.

د روغیتا قامي ادارې چارواکي وايي چې د ګوزڼ نوي کیسونه تر ټولو ډېر په خیبر ایجنسۍ کې دي او د دې سیمې یو کلنه ثاقبه نومې ماشومه له پښو لوېدلې ده.

دیادونې وړ ده چې د ګوزڼ رنځ له وجې پاکستان له یو شمیر نړۍوالو سفري بندیزونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG