د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پوهنتون پروفېسر ډاکټر شکیل اوج ووژل شو


د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې پولیس چارواکي وايي پېښه نن ماسپښین د ګلشن اقبال په سيمه کې رامنځ ته شوې.

د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې پولیس چارواکي وايي پېښه نن ماسپښین د ګلشن اقبال په سيمه کې رامنځ ته شوې.

د کراچۍ پوهنتون ویاند قاضي سلیم مشال راډیو ته وویل، ډاکټر شکیل اوج د تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په یاد پوهنتون کې پروفېسر و، نوموړی اوس مهال د اسلامي علومو د مطالعې د څانګې مشر و. هغه تر لسو زیاتو کتابونو لیکوال و او د ځینو مجلو مدیر هم پاتې شوی دی.

د قاضي سلیم په خبره شکیل اوج نن «زیارت ورځ» له پوهنتونه په کراچۍ کې خانه فرهنګ ایران ته په یوه دستوره کې د ګډون لپاره په لار و چې وسله والو په نښه کړ.

له دې پېښې وروسته په کراچۍ پوهنتون کې د زده کړې عمل درول شوی دي.

بلې خوا ته د سیند صوبې ګورنر او د دغې صوبې اعلا وزیر یاده پېښه په پام کې اخیستې او د پلټنې حکم یې کړی دی .

یاده دې وي دا په روانه اونۍ کې د کراچۍ پوهنتون دویم پروفیسر دی چې په ورته پېښه کې وژل کېږي. څو ورځې مخکې د همدې پوهنتون د اسلامیاتو څانګې یو بل استاد مولانا مسعود بیګ هم د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شو .

XS
SM
MD
LG