د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سفارت کې د کاندیدانو غونډه دوام لري


د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وايي، دا خبرې اوس هم دوام لري او نتیجه یې وروسته اعلانیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ خبرې نن پنجشنبه په کابل کې د امریکا په سفارت کې دوام لري.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، په کابیني او امنیت شورا کې د مساوي واک، د انتخاباتو د نتیجې مساوي اعلان او د اجرایه رییس له خوا د کابینې مشري هغه مسایل دي چې په نننۍ لیدنه کې پرې بحث روان دی.

خو د تحول او تدوام ټیم وايي، د امنیت شورا په تشکیل کې له مساوي حضور پرته نور ټول مطرح شوي مسایلو ورته د منلو وړ نه دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې یوځل بیا د امریکا سفارت په منځګړیتوب خبرې پیل شوې.

د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وايي، دا خبرې اوس هم دوام لري او نتیجه یې وروسته اعلانیږي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند محمدالله حیدري ازادۍ راډیوته وویل، په څلورو مسالو باندې په نننۍ لیدنه کې بحث روان دی:

″په څلورو مسالو باندې دا خبرې متمرکزې دي. لومړۍ په کابینه کې باید د دواړو ټيمونو حضور مساویانه وي. په امنیت شورا کې هم د دواړو ټیمونو حضور مساوي وي. دریمه خبره د نتایجو مساوي اعلان ده چې تر ټولو مهمه مساله همدا ده او څلورمه موضوع دا ده چې هماغه د اجرایه شورا رییس دې د کابینې یا د وزیرانو شورا رییس وي.″

ښاغلی حیدري وايي، که د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کولو معتقد و اوسو له همدې پاسنۍ طرحې پرته چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له خوا وړاندې شوې بله لار د منلو وړ نه ده.

له بلې خوا د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټیم وايي، د یادوڅلورو مسالو په سر له یوې پرته له نورو ټولو سره کلک مخالفت لري.

د دغه ټیم یوه ویاند طاهر زهیر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″په امنیت شورا کې د دواړو ټیمونو پنځوس پنځوس فیصده حضور مخکې د دواړو ټیمونو په اته کسیزه کمیټه کې منل شوې ده. خو دا چې اجرایه رییس دې د کابینې رییس وي زمونږ له خوا رد ده، د قانون خلاف کار دی په هیڅ شرط زمونږ د منلو وړ نه ده. دا چې نتیجه مساوي او برابر اعلان شي دا یوه غلطه خبره او بې ځایه فکر دی. د واک مساویانه ویش د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.″

ښاغلی زهیر وايي له اساسي قانون سره سم باید د ټولو رایو د تفتیش نتیجه ومنل شي او دا د انتخاباتو د پای ته رسیدو یواځینۍ قانوني لار ده.

له بلې خوا زهیر ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه هم له قانوني لارو نه د افغانستان د انتخاباتو د پای ته رسیدو غوښتنه کوي او وايي چې د کاندیدانو تر منځ شوې موافقه باید تطبیق شي.

دا په روانه اوونۍ کې د دواړو کاندیدانو تر منځ دریمه پرله پسې لیدنه ده چې تر اوسه یې نتیجه نه ده معلومه.

له بلې خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړی که کاندیدان کومې سیاسي موافقې ته ونه رسیږي بیا به هم د انتخاباتو نتیجه له قانون سره سم اعلان کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG