د لاسرسي ځای

تازه خبر

'غني او عبدالله دې خپلو خبرو ته لیکلې قانوني بڼه ورکړي'


د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم غړي طاهر زهیر هم د یادې غونډې جوړولو تاییدوي او وايي، ممکن دواړه کاندیدان نن یا سبا وروستي جوړجاړي ته ورسېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست د کاندیدانو ټیمونه وايي چې؛ دا مهال په ارګ کې د ولسمشر کرزي او د یوشمېر جهادي رهبرانو په ګډون د دواړو کاندیدانو ترمنځ غونډه دوام لري.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړي محمد الله حیدري ازادۍ راډيو ته وویل، تمه ده دواړه کاندیدان به نن د ملي یووالي د حکومت پر سر روغه وکړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشری پر دواړو کانديدانو ږغ وکړ چې پر کومو خبرو يې اتفاق شوی هغو ته دې د هېواد د مشرانو په مخ کي ليکلې بڼه ورکړل شي.

د جمهوري رياست خبرپاڼه وايي، د جمعې پر غرمه د ولسمشر کرزي، د هغه مرستيالانو، د دولت د درېګونو قواوو د مشرانو او د جهادي رهبرانو يوه غوڼده وشوه.

پر دې مهال ولسمشر او ګډونوالو د ولسمشری د اميدوارانو تر منځ په خبرو اترو کې پر پرمختګ خوښي وښودله.

ګډون والو پر ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ږغ وکړ چې د ملي حکومت جوړولو په اړه دې ژر يوې حتمې نتيجې ته ورسيږي.

د دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د امریکا سفارت په منځګړیتوب خبرې وشوې. د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازي وايي دا خبرې په مثبته او دوستانه فضا کې وشوې.

'غني او عبدالله به ژر جوړجاړي ته ورسېږي'

د اسوشيېټېد پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين منېجر نصرالله ارسلايي وويل چې؛ د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د ولاړ سياسي حالت د له منځه وړلو لپاره د هلوځلو په لړکې له عبدالله او د هغه له ټيم سره په خبرو کې له هغوي وغوښتل چې پرېنږدي چې د ملي يووالي حکومت ناکام شي ځکه که داسې وشول امريکا او نړېواله ټولنه به د افغانستان مالي ملاتړ ته دوام ورنه کړاي شي.

عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د امريکا د باندنيو چارو وزير جان کري په منځګړتوب موافقه کړې وه چې د ملي يووالي حکومت به جوړوي خو د دواړو ترمنځ د اجرايي رييس د رول پر سر اختلاف دي.

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې پرون يې خپره کړه، وويل د ملي يووالي د حکومت موافقه به عبدالله ته د اجرايي چارو مسووليت وسپاري چې دنده به يې د حکومت د پاليسيو اجرا وي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له راپور سره سم، ښاغلي غني وويل، دواړو(اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به لويه جرګه رابولي څو په اساسي قانون کې د بدلون په اړه پرېکړه وکړي او د اجرايي چارو د رياست چوکۍ پر صدارت بدله کړي.

ارسلايي وويل، جان کيري د هغو اوږدو خبرو په سلسله کې عبدالله عبدالله او د هغه د مشرتابه شورا غړيو ته ټېلفون وکړ چې د امريکا، بريتانيا او ملګروملتو چارواکي پکې برخه لري.
ارسلايي د ښاغلي کيري د خبرو په اړه اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته وويل:

«فکر کوم ډېره مرسته يې وکړه ځکه چې د حقايقو د ليدو په وجه ما د مشرتابه په شورا کې نرمښت او انعطاف وليد. د جان کيري څرګندونو او د سفيرانو او د ملګروملتو د استازي له لوري د ځينو مسلو روښانولو له کبله ما په دوي کې د پخوا په پرتله نرمښت وليد.»

د ارسلايي په وينا د امريکا د بهرنيو چارو وزير د چهارشنبې په ماښام او د پنجشنبې په سهار په داسي حال کې ټېلفوني خبرې وکړې چې عبدالله عبدالله، د مشرتابه شورا يې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له خاص استازي ډن فيلډمن او دغه راز د امريکا او بريتانيا له سفيرانو او د ملګروملتو له استازي سره په غونډه کې ناست و.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د دوام او بدلون د انتخاباتي ټيم يوه ويندوي طاهر زهير ازادي راډيو ته وويل چې د دواړو ټيمونو ترمنځ خبرو پرمختګ کړي او تقريباً پر ټولو اختلافي مسايلو بريالي شوي دي.

د ښاغلي زهير په وينا ممکن نن دواړه کانديدان نهايي موافقه لاسليک کړي.

په همدې حال کې د امريکا د سفارت وياندې مونيکا کمينګس وويل، جان کيري له دواړو کانديدانو سره خبرو ته دوام ورکوي څو د هغوي ترمنځ سياسي موافقې ته لار اواره، د ملي يووالي حکومت جوړ شي او په افغانستان کې انتخاباتي جنجال پاي ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG