د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد : سیاسي فضا لا هم ورېځمنه ده


فایل فوټو
فایل فوټو


دي ډپلومېټ مجلې په یو مقاله کې پر دې بحث کړی دی چې په پاکستان کې روان احتجاجونه د دې ملک د ګاونډیانو او په خاصه توګه د هند لپاره څه ناما لري؟ د مقالې په یو برخه کې راغلي چې له دې احتجاجه داسې ښکاري چې که د هند او پاکستان په خپل منځي اړیکو کې څه پرمختګ کېږي هم نو محدودیت به ولري.


دي ډپلومېټ مجله لیکي ، د پاکستان په سیاست کې یو بل باب پرانستل کېږي. دا ځل ټاکل شوي حکومت ته له ولسي احتجاجه خطر پېښ دی.

دا ځل د تحریک انصاف مشر عمران خان او د عوامي تحریک مشر طاهرالقادري له نواز شریفه غوښتنه کوي چې له وزیراعظمۍ څخه استعفی ورکړي.

پخوانی کرکټر عمران خان تور لګوي چې د ۲۰۱۳م کال په ټول ټاکنو کې د نواز شریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې پراخې درغلۍ کړې وې.

په کنېډا کې اوسېدونکی ملا طاهرالقادري بیا پر حکومت تور لګوي چې غلاګاني کوي او د ملک چارې یې په خپلو لاسونو کې اخیستې دي.

دي ډپلومېټ لیکي ، داسې احتجاجونه نه د پاکستان او نه هم د نواز شریف لپاره څه نوې کیسه نه ده. تر دې وړاندې یو ځل بې نظیر بوټو او بیا پرویز مشرف دی لرې کړی وو.

مجله زیاتوي چې تر ټولو مهم بیا هم پوځ دی د کوم چې په دې روان احتجاج کې رول تر اوسه داسې ناڅرګند دی.

مجله پر مخ لیکي ، د پاکستان پوځ ښايي دا ځل نېغ په نېغه کودتا ونکړي هغه ځکه چې بیا به د امریکا د مالي مرستو په ګډون د نړیوالو ملاتړ له لاسه ورکړي.

مجله د سیاسي چارو د کارپوهانو له خولي لیکي چې د عمران خان او طاهرالقادري د احتجاج تر شا پوځ دی کوم چې پر امنیتي او بهرنۍ تګلارو خپل واک ساتل غواړي.

په مقالې کې راغلي ، ښايي دا احتجاج د هند او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي کومې چې په دې ورستیو کې د ښه کېدو پر لور ښکاره شوې دي.

مجله لیکي ، دا احتجاج په داسې حال کې دی چې په هند او پاکستان کې د نویو حکومتونو له راتګ سره د دې دوو ملکونو د اړیکو عادي حالت ته د راتلو هیلي پیدا شوې دي.

د نواز شریف حکومت داسې څرګنده کړېده چې دوی تر روایتي تګلارو تېریږې او له اوږدمهاله حریف هیواد هند سره ښې اړیکي جوړول غواړي.

دي ډپلومېټ مجلې د سیاسي چارو د کارپوهې او د هند و پاکستان پر اړیکو د نظر لرونکې ډاکټر عایشه صدیقه له خولې لیکلي چې نواز شریف به اوس په خپله ټوله دوره کې یو علامتي وزیراعظم وي.

XS
SM
MD
LG