د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوليو په ضد درې ورځنی کمپاين پيل شو


د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودین یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي
د ننګرهار والي مولوي عطا الله لودین یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي

د افغانستان په ختځيو ولایتونو کې د پوليو د مخنيوي درې ورځينی کمپاين نن ( د اتوار) په ورځ پيل شو.


په دې کمپیاين کې به تر نهه لکو پورې هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د واکيسنو دوه دوه څاڅکې ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو څخه کم وي.

د پوليو په ضد د دغه درې ورځني کمپاين پرانېسته د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين يوه ماشوم ته د دوو څاڅکو ويکسينو په اچولو سره وکړه. نوموړي په ولس او ملا امامانو غږ وکړ چې خلک د پوليو په ضد د ويکسينو تطبیق ته راوبولي. نوموړي وويل:


(( د ټولو مشکلاتو سره سره د دې زمينه برابره او مساعده ده، چې موږ د دې ويکسينو د پلي کيدو لپاره مهلت او فرصت لرو. بیا هم د خپلو ټولو مشرانو، والدینو او په ټولو امامانو باندې غږ کوم چې د دغه ويکسين د تطبیق لپاره خلک راوغواړي، په دې کې هيڅ جانبي خطرات نه شته. ))

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي چې ياد کمپاين ځکه يوازې په ختيځو ولایتونو کې پيل شو چې په دغه زون کې تيرو ځو مياشتو په دوران کې د پوليو زياتې پيښې ثبت شوي دي.


(( د نورو کمپاينونو سره يې تفاوت په دې کې دی چې پخوا به په ټول افغانستان کې دا کمپاینونه تر سره کيدل، خو نن د درې ورځو لپاره يوازې په مشرقي حوزه کې دغه کمپاين تر سره کيږي. علت يې واضح دی چې په ټول افغانستان د پوليو اته مثبت واقعې دي او د دې اته مثبتو واقعو نه يې پينځه په شرقي حوزه کې دي. په تيره مياشت کې چې موږ د اوبو کومې بیلګې اخيستی وې په هغې کې متاسفانه دغه وایروس. په ټوله حوضه کې مثبت ثابت شوی. زموږ د خپلو خلکو نه هيله او ارزو دا ده چې دوی خپل ټول هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پينځو کلونو ښکته وي، د دغه دريو ورځو په دوران د پوليو دوه څاڅکې ويکسين ورکړي تر څو دوی د لا علاجه ناروغۍ نه وژغوري. په دې کمپاين کې به نهه لکه او ديرش زره ماشومانو ته د شپږ زره او درې سوه تنو رضاکارانو له خوا نه دوی ته ويکسين رسيږي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني په ميندو غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د ويکسينو د څاڅکو په ورکولو سره هغوی فالج څخه وژغوري.


(( د ښځو چارو رياست هم د خپلې دندو په لرلو سره ځان په دغه کمپاین کې شامل بولي او د خپلو شوراګانو له لارې، په فاميلونو باندې په خپلو خویندو، ميندو دا غږ کوي چې تر پينځه کلن نه ښکته ماشوم ويکسين کړي تر څو وکولای شي چې دغه مرض له منځه يوسي.))

د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۴ کال د پيل راهيسې په ټول افغانستان کې د پوليو اته پيښې ثبت شوي چې دوه يې په ننګرهار، دوه يې په لغمان، يوه په کونړ، يوه په خوست، يوه په اروزګان او يوه يې په فراه ولایت کې شتون لري.


XS
SM
MD
LG