د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر فرنټيېر کور کاروان ځانمرګي برید څلور تنه ووژل ګڼ ژوبل


پېښور: پر فرنټیېر کور قافله ځانمرګي برید څلور تنه وژلي ګڼ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

پېښور: د فرنټیېر کور پر قافله ځانمرګي برید څلور تنه وژلي ګڼ ژوبل

د پېښور صدر ډي اېس پي جاوېد د چاودنې په اړه وايي، دا یو ځانمرګی برید و، د ده په خبره له باروتو یو ډک ګاډی د امنیتي سرتېرو له یو ګاډي سره جنګول شوی.

د پښتونخوا مرکز پېښور کې نن د «نهې ورځ» د فرنټیېر کور له یوه کاروان سره جوخت له بمي چاودنې د ایف سي د یوه سرتېري په ګډون څلور تنه وژل شوي او نژدې دیارلس تنه نور ژوبل دي، چې پکې یو شمېر سخت ټپیان دي.

د مشال راډيو خبریال د پولیس چارواکو له خولې وايي، چاودنه هله وشوه چې کله د فرنټیېر کور د یوه لوړپوړي افسر بریګېډیېر خالد محمود قافله د پېښور رېلوې سټېشن سره نزدې تېرېدله.

د پېښور صدر ډي اېس پي جاوېد د چاودنې په اړه وايي، دا یو ځانمرګی برید و، د ده په خبره له باروتو یو ډک ګاډی د امنیتي سرتېرو له یو ګاډي سره جنګول شوی.

د مشال راډيو خبریال وايي، چې د پېښې ژوبل ولسي کسان د پېښور لېډي ریډینګ روغتون ته او د فرنټيېر کور ژوبل تنان پوځي روغتون سي اېم اېچ ته رسول شوي دي.

د پښتونخوا پخواني صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د پېښې غندنه وکړه، له مشال راډيو سره په خبرو کې هغه وویل، کېدای شي چې دا په شمالي وزیرستان کې روان د پاکستان پوځي عملیاتو غبرګون وي. دی زیاتوي، چې دا برید یوه امنيتي تېروتنه ده. چې د اېف سي له کاروان سره له باروتو ډک ګاډۍ جنګول کېږي. د دې برید هدف د اېف سي قافله کې د برېګېډیېر خالد جاوېد ګاډۍ وو، خو د هغه موټر مرمۍ ضد «بولیټ پروف» وو ځکه هغه ته پکې زیان ونه رسېد.

له دې ځانمرګي برید وروسته سیمه د هر ډول ټرافیک پر مخ تړل شوې وه، چې خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG